ورزش

کرېکټ: استرالیا د پاکستان پر وړاندې بایلونکې ټیسټ لوبه مساوي کړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د پاکستان او استرالیا ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ په وروستۍ ورځ د استرالیا په مسوولانه توپوهنې مساوي پای ته ورسېده.

د استرالیا مسلمان توپوهونکي عثمان خواجه او لوبډلمشر ټیم پین په زړه پورې او مسوولانه لوبه نندارې ته وړاندې کړه چې بایلونکې لوبه یې لوبډلې ته مساوي کړه.

په یاده سیالۍ کې پاکستان لومړی توپوهنه وکړه، چې د محمد حفیظ، امام الحق او حارث سهیل په سلیزو یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۴۸۲ منډې جوړې کړې.

په ځواب کې د استرالیا توپوهونکو په زړه پورې پېل وکړ، چې لومړۍ ویکټه یې د ۱۴۴ منډو په جوړیدلو له لاسه ورکړه، خو وروسته یې ټولو لوبغاړي د ۲۰۲ منډو په جوړیدو وسوځېدل، د پاکستان لخوا بلال اصف ۶ او محمد عباس ۴ ویکټې ترلاسه کړې.

په دویمه پاڼۍ کې یو وار بیا پاکستان توپوهنه پېل کړه، چې د ۶ لوبغاړو په سوځېدلو یې ۱۸۱ منډې جوړې او استرالیا ته یې توپوهنه پریښوه، پاکستان استرالیا ته د ۴۶۲ منډو هدف وټاکه.

استرالیا لوبډلې چې یوه نیمه ورځ وخت یې درلود په ځواب کې یو وار بیا ښه او دفاعي توپوهنه پېل کړه، پرانیستي توپوهنکي عثمان خواجه مسوولانه لوبه وکړه، سلیزه یې ووهله او لوبه یې له ماتې وژغورله، ورسره لوبډلمشر ټیم پین هم په وروستي وخت کې ویکټه وژغورله.

په پای کې د استرالیا ۸ لوبغاړي سوځېدلي وو او لوبه مساوي پای ته ورسېده، عثمان خواجه د لوبې غوره لوبغاړی او اتل وټاکل شو، نوموړي په دواړو پاڼیو کې ۲۲۵ منډې جوړې کړې.

یاسر شاه چې له یادې سیالۍ وړاندې یې د استرالیا ټول لوبغاړو سوځولو ادعا کړې وه، یوازې په وروستۍ ورځ او وروستي وخت کې ۴ لوبغاړي وسوځول خو لوبډلې ته په بریا ورکولو بریالی نه شو.

د یادونې ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ دویمه او وروستۍ ټیسټ سیالۍ په ۱۶م اکتوبر او د درې شل اوریزو سیالیو لړۍ په ۲۴م اکتوبر پېل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x