سامسنګ د نړۍ لومړی د څلور کامرو والا ځیرک مبایل وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۹ تلې، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ په ځیرک مبایلونو کې خورا نوي پرمختګونه پېل کړي دي، چې دوه اوونۍ وړاندې یې د درې کامرو والا ځیرک مبایل او اوس یې د نړۍ تر ټولو لومړی څلور کامرو والا ځیرک مبایل وړاندې کړ.

دغې کمپنۍ په پام کې نیولې چې د A سیریز یو بل نوی مبایل چې په کامرو کې یې نوی پرمختګ کړی (Galaxy A9) د خرڅلاو لپاره څه موده وروسته بازار ته وړاندې کړي، سامسنګ کمپنۍ دغه مبایل نن پنجشنبه وړاندې کړ.

ددغې نوي مبایل ځانګړتیاوې دادي چې دا د نړۍ لومړی مبایل دی چې شاخوا ته څلور کامرې لري، د سر کامره ۱۰ میګا پېکسله، دویمه ۱۰ میګا پېکسله، درېیمه ۲۴ میګا پېکسله او څلورمه کامره یې ۵ میګا پېکسله ده.

له دې وړاندې سامسنګ کمپنۍ د A سیریز بل مبایل (A7 2018) وړاندې کړی و چې په هغې کې شاخوا ته درې کامرې ورکړل شوې وې، چې اوس یې د څلور کامرو مبایل وړاندې کړ، له دې وړاندې د هوواوې کمپنۍ د (P20 Pro) په نامه مبایل وړاندې کړی و چې شاخوا ته یې درې کامرې درلودې، او یوه کامره په کې د ۴۰ میګا پېکسل وه.

د سامسنګ (A9 2018) مبایل ځانګړتیاوې:

دغه مبایل ۶.۳ انچه بشپړ ایچ ډي سوپر امولیډ د ۱۰۸۰+۲۲۲۰ پیکسلز ریزولوشن سره ډیسپلی لري، د کوالکوم سنیپ ډراګون ۶۶۰ پراسیسر، ۶ او ۸ جي بي ریم او د ۱۲۸ جي بي حافظه لري، چې تر ۵۱۲ جي بي پورې د میموري کارت اخیستلو وړتیا هم لري، دغه مبایل د چټک چارجنګ ځانګړتیا هم لري.

څلور کامرې لري، ۲۴ میګا پېکسله، ۸ میګا پېکسله د پراخ زون سره، ۱۰ میګا پېکسله د اپټیکل زوم سره او ۵ میګا پېکسله د ژوندي فوکس سره ورکړل شوي دي، همدا ډول د سیلفي کامره یې هم په زړه پورې ۲۴ میګا پېکسله ده.

په دغه مبایل کې د انډرایډ «۸» اوریو سیستم ورکړل شوی، ۳۸۰۰ ملي امپيره په زړه پورې بیترۍ لري، د ګوتې کولپ (فنګر پرنټ) یې شاخواته د کامرو ترڅنګ ورکړل شوی، او د مخ کولپ هم لري، او د څلور رنګونو سره به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي، ددغې مبایل بیه به له ۶۳۵ څخه تر ۶۹۰ امریکایي ډالرو پورې ټاکل شوې ده، او په راتلونکې نوومبر میاشت کې به د خرڅلاو لپاره وړاندې شي.

یاده دې وي چې د سامسنګ کمپنۍ د (S) سیریز او (NOTE) سیریز سربېره د (J) او (A) سیریز برخه کې هم په زړه پورې مبایلونه لري، چې په تېره نیږدې کې یې د (A6، A6 2018) او د (A7 2018) مبایلونه وړاندې کړي دي.