افغانستان

د بایومټریک ماشینونه الماني نه؛ چینايي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰تلې، ۱۳۹۷ل): په راتلونکو ټاکنو کې د رایه ورکوونکو د ثبتونې په موخه اخیستل شوي بایومټریک ماشینونه الماني نه؛ بلکې چينايي ختلي.

طلوع نیوز؛ په مستند راپور کې ويلي، ټاکنیز کمیسیون ته هغه ماشینونه ښوودل شوي و، چې د الماني درمالوګ شرکت نښانونه يې درلودل، خو اوس هغه ماشینونه وېشل کېږي، چې دا نښان نه لري.

د سرچینې په وینا د دې ماشینونو پر شا یوازې د وافای په څېر څو کرښې دي او چارجر او نور ټول وسایل يې چينايي دي.

د ملي تدارکاتو ادارې ويلي، چې حکومت ۲۲زره ماشینونه په تر ۱۴ میلیونه یورو هم پورته اخیستي او د دوی یو شریک سرور يې په څلور میلیونه یورو اخیستی دی.

دا دستګاوې د انسان څېره، موبایل کې تصویر او پر کاغذ تصویر نه شي توپیر کولی او پر دې سربېره د دوو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.

دا په داسې حال کې دی چې د سیاسي ګوندونو په اعتراضونو کې یو هم د رایه ورکوونکو بایومټریک کول و، چې د ټاکنو کمیسیون دعوه کوله دا غوښتنه يې منل شوې ده.

د دې ماشینونو په اړه وړاندې تر دې هم اندېښنې موجودې وي، وړمه ورځ د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجراییوي مشر یوسف رشید وویل، چې مرکزونو ته تر لېږلو وړاندې باید دا ماشینونه دلته چیک شوي وای.

ټاکنو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، خو پر ټاکنیزه پروسه باور نږدې په نشت حساب دی.

څو ورځې وړاندې دادرس مدني ټولنې یوازې کابل کې د سروې پر اساس وویل، چې ۶۰ سلنه خلک پر ټاکنو باور نه لري او ۴۰سلنه نور اندېښمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا مهمه نده چي دا ماشينان جرمني دي أو كه چينايي، كه سوك رأى وركي أو كه يي ورنكي.
دا رأى سوك شميري، دشمير نتيجه و چاته سپاري، سوك يي اعلانوي، بوديجه يي سوك وركوي أو د سه لپاره ؟
دا به دير احمق وي چي په تيرو رأي گيرويي هم خبر وي چي سه وشول أو بيا ورزي رأي وركوي .

حاجی اتاڼچی.

دا ډیره مهمه ده.چه د خپل خوراک څښاک پیسو ته وګورو ،چه دکومه راځی؟څوک یی راکوی؟د فاحشه خانو تیکس خو به نه وی؟د لندن د قمار خانو،شراب خانو،تیکس خو به نه وی؟داسی به هم نه وایو چه،حلال د که حرام دی،لندن ښاروالی ماته سوسیال راکوه.مردار خوړلو باندی ،لمونځ ،او نور عبادت نه کیږی.دهر څه نه مخته باید د ځان کتنه وشی،او بیا د نفس سره جهاد .هیچ چا د لندن د ملکه له څنګ څخه،اسلام او وطن نه دی ګټلی،

جميل

د انسانانو اخلاق، د گفتار أو كردار نه ارزولاى شو. خو دا چي د هغو گفتار او كردار نه وينو له ليك نه يي هم ارزولاى شو. مظمون أو بحث پر سه دى، ته و ماته كنزل كوي، كه منطق د مباحثي ولري پر موضوع ليكنه وكه. زه نه شرابي يم، نه په لندن كي يم أو نه هم په سوسيال كي يم، أو دامي يو واري مخكي هم درته ويلي وه، خو داچي ته اتنچي يي په يوواري دي سر نه خلاصيژي . دا چي زه د مظلومو افغانانو دفاع كوم، غاصبين أو غلامان يي رسوا كوم، دچغالانو د… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x