
فراه: یو تن له زندانه ځان نوماند کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰تلې، ۱۳۹۷ل): په فراه کې د راتلونکو ټاکنو لپاره یو تن له زندانه ځان نوماند کړی او زوی يې ټاکنیز کمپاین پر مخ وړي.
عبدالکریم شفق، چې له فراه څخه ولسي جرګې ته نوماند دی، د اداري فساد په تور پر دوه کاله بند محکوم دی.
هغه د یو ملګري ډاکټر په لیک چې د زړه ناروغ يې بللی و، یوه میاشت له زندانه راوتلی دی، ځان يې نوماند کړی او بېرته زندان ته تللی دی.
لویه څارنوالي چې نوموړی محکوم دی، خو د فراه ټاکنیز کمیسیون مسؤلین وايي د نوم لیکنې پر وخت ورته کشفي او استخباراتي ارګانونو ویلي و، چې دغه شخص جرمي سابقه نه لري.
د ټاکنو کمیسیون ویاند حفیظ الله هاشمي وايي، دوی به د فراه له ولایتي محکمې رسمي معلومات وغواړي او د قانون مطابق چلند به وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې په پکتیکا کې هم د میرزا کټوازي په نوم یو تن چې د فساد په تور دوسیه لري، ځان راتلونو ټاکنو ته نوماند کړی دی.
ټاکل شوې اته ورځې وروسته پارلماني ټاکنې ترسره شي، خو د شنونکو په باور د ولایتونو له مرکزونو پرته به ټاکنې سختې وي او دا محدودې ټاکنې رڼې نه شي ثابتېدلی.
تازه د بایومټریک ماشینونو په اړه راپورونه وايي، چې دغه ماشینونه بایومټریکي ځانګړنې نه لري او نه شي کولی، د درغلیو مخه ونیسي، بلکې د دوه مختلفو کسانو ګوتې هم د یو تن په نوم ثبتوي.
یاده دې وي د ټاکنو په اړه طالبانو هم ګواښ کړی چې دا «امریکايي پروسه» به یوازې مرکزونو پورې محدوده وي او عام افغانان باید له دې مرکزونو لرې واوسي، چې د دوی لپاره نظامي اهداف دي.
که ټول د اداری فساد په جرم محکوم محبوسین او یا شاغل اداری مفسدین د رائي ورکولو حق ولری ( چي لری ئې) او خپلی رائي دې زندانی ته ورکی نو نه یوازی داچه پارلمان ته به لیاره ومومی بلکه رائي به ئې دومره ډېری وی چه د شلو کلونو لپاره به زموږ د ملْک ملَک هم وی. اصلاً بله خبره: موږ عجیب خلګ یو؛ دوه نیم بوتله ووډکا مو چیښلې ده خو د جراحی د عملیاتو په کوټه کی ناست او د ناروغانو د عملیات ادعا کوو او د عملیات د نتیجې پر بریالیتوب ټینګار هم کوو. ددې محترم… نور لوستل »
دا شخص د فساد په تور بندي شوى . داسي سوك شته چي دا راته ووايي چي : په رياست جمهوري كي، په وزيرانو كي، په واليانو او ولسوالانو كي، په سنا أو پارلمان كي، په گمركاتو كي ، په اردو او پوليسوكي او په نورو مهمو او نه مهمو ادارو كي داسي زاى شته چي ووايي چي هلته فساد نشته . په اصل كي دا تول بايد بنديان واي، أو په حقيقت كي دا توله بنديان، أو د بنده، بندگان دي . دا چي ولي دوي دا كيسه را پورته كوي او بيانوي يي ددوي هدف دادى چي أفغانان… نور لوستل »
جمیل صاحب ،فساد په کوم ځای کی نشته؟دا ستا د اوسیدو ځای لندن کی دومره فساد دی ،چه د دینا ګنج الفساد دی.ټولی دنیا ته د د ستا د اوسیدو له ځای څخه فساد تقسیم شوی دی.په خپله لندن اوسیدونکی دومره فساد کوی چه تر غوږو پوری په کی ډوب دی،یو کوچنی مثال تاسو هم سوسیال خو ری او هم تور کار کوی،دا غټ فساد دی.بل دا چه د معلوماتو له مخی اکثر مهاجر په لندن کی له خپلی ښځه څخه بیل اوسیږی.تر څو له شاروالی څخه دوی تنخواوی واخلی.او شاروالی ته یی وییلی چه موږ طلاق سره ورکړی.په درواغو… نور لوستل »
زدران صيب؛ انگلستان له ديره وخته په دنيا كي د نورو په فساد اخته كولو أو جنگ اچولو كي اول نمبر دى. دا چي ته وايي چي په لندن كي هم فساد شته زه يي سل په سلو كي درسره منم، دا چي هلته د پيسو له پاره مايني په درواغو طلاقوي أو يا نوري حرامزاده گي كوي ته بهتره په خبر يي . دا ننى جنگ هم انگريزانو جور كى، دهغه وخت دوزيرانو مشر خبيس توني بلير د جنگ لپاره توله دنيا ته ديري مندي ووهلي. انگريزان د شيطان اصلي ملگري أو دوستان دي. مگر أفغانستان خو يو اسلامي… نور لوستل »