
عبدالله عبدالله؛ نن د شانګهای ناسته کې خبرې کوي
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰تلې، ۱۳۹۷ل): اجراییه ریاست عبدالله عبدالله پرون پنجشنبه (تلې ۱۹مه) د یو پلاوي په ملتیا د شانګهای د همکارۍ سازمان ناسته کې د ګډون لپاره تاجکستان ته لاړ.
هغه به نن په دې غونډه کې، خبرې وکړي، چې د اجراییه ریاست په حواله نوموړی به په سیمه کې د خوندیتوب، ګډې مبارزې او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې ولري.
د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي، عبدالله عبدالله به د سیمې هېوادونو له «تروریزم» سره د مبارزې په برخه کې مرستې ته را وبولي.
شانګهای سازمان د چین، روسيې، تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغزستان له خوا رامنځته شوی، خو افغانستان، بلاروس، ایران او منګولیا يې یوازې څارونکي دي.
افغانستان د غړیتوب لپاره په ۲۰۱۵م کال کې وړاندیز وکړ، خو هند او پاکستان تېر کال د دې سازمان غړي شول.
د مشرانو جرګې دویم منشي فیصل سمیع وايي، د دې سازمان ډېره ګټه د سازمان دایمي غړو ته رسېږي، په وینا يې د افغانستان وضعیت ښه کېدو کې يې تر اوسه کوم رول نه دی لوبولی.
تاجکستان کې نننۍ غونډه د دې سازمان اوولسمه غونډه ده.