ورزش

مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ بیش لیګ کې واخیستل شو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تکړه سوکه توپ اچونکی مجیب الرحمن د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې د بریزبین هیټ لوبډلې لخوا واخیستل شو.

۱۷ کلن مجیب الرحمن درېیم افغان لوبغاړی شو چې د استرالیا په بیګ بیش لیګ سیالیو کې له لوبیږي، له دې وړاندې راشد خان د ایډلیډ سټرایکرز او محمد نبي د میلبورن رینګیډز لوبډلو لخوا اخیستل شوي و.

د بریزبین هیټ لوبډلې په خپله انسټګرام پاڼه دغه خبر خپور کړی، او زیاته کړې یې ده چې دوی د خپلې لوبډلې لپاره تر ټولو ځوان لوبغاړي مجیب الرحمن سره تړون لاسلیک کړ.

د استرالیا بیګ بیش لیګ سیالۍ کې ټولې اته لوبډلې ګډون کوي، چې د روان ۲۰۱۹م کال دیسمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه پېل او د راتلونکې ۲۰۱۹م کال د فرورۍ میاشتې په ۱۷مه نېټه پای ته رسیږي.

یاده دې وي چې مجیب الرحمن اوسمهال په افغانستان غوره لیګ کې د ننګرهار لیپرډز لوبډلې برخه ده، نوموړی د نړۍ په سترو لیګونو (هند پریمیئر لیګ، بنګلدیش پریمیئر لیګ، لس اوریزو لیګ) او داسې نورو داخلي لیګونو کې لوبېدلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x