تر قیصاري وروسته علي پور په دولتي بغاوت کي

نن ټکی اسیا سرلیکنه

د تیرې جمعې په ورځ دولتي کومانډويي ځواکونو د غور ولایت په لعلُ سرجنګل ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون د یوه خپل سري قومندان علي پور د نیولو هڅه وکړه چې د نوموړي له وسله وال غبرګون سره مخ او په ترڅ کې یې څلور پولیس او اووه تنه ولسي وګړي ووژل شول.

علي پور چې په قومندان شمشیر هم شهرت لري د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال حاجي محمد محقق له نیږدي او باور وړ کسانو څخه ګڼل کیږي.
نوموړی چې اصلا د میدان وردګو ولایت د بهسودو ولسوالۍ د کجاب سیمې اوسیدونکی دی په خپلې سیمې کې د ولسي پاڅون په نوم د خپلسرو وسله والو مشري کوي، اوس تازه د کورنیو چارو وزارت لخوا د لارې وهونکی ، جنایت کار ، قاتل او د خلګو په ناموس تیري کوونکي په نوم اعلان شوی دی.

خو قومندان علي پور ( شمیر) چې په ده باندې د دولتي ځواکونو تر ناکام برید وروسته د خپلو پلویانو په منځ کې خبرې کولې ګډ حکومت وننګاوه چې د ده د نیولو توان نه لري او دی به نور هم د تیر په څیر په خپلې سیمې کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.

قومندان علي پور په فاریاب ولایت کې تر دوستم پلوي قومندان نظام الدین قیصاري وروسته دوهم غیر مسؤل وسله وال دی چې په ښکاره دولتي حاکمیت ګواښي او د هغوی خلاف علني بغاوت اعلانوي.

د هیښتیا وړ خبره دا ده چې سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت قومندان شمشیر یو قاتل او جنایت کار جګړه مار معرفي کوي خو د ګډ حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال ښاغلی محقق د نوموړي حمایت کوي او د حکومت لخوا ورباندې لګیدلي تورونه بي ځایه بولي.

نظام الدین قیصاري هم چې د حکومتي ځواکونو لخوا د یوه خپل سري جګړه مار په توګه د دولتي خاصو ځواکونو لخوا ونیول شو د حکومت د لومړي مرستیال جنرال دوستم له ملاتړه برخمن او له ارګ مشر غني سره یې د پُخلاکیدو لومړنی شرط د قیصاري له بنده خوشي کول و.

یواځي قومندان شمشیر او قیصاري غیر مسؤل جګړه ماران نه دي چې د ګډ حکومت په خلاف یې د بغاوت غږ پورته کړی ؛ بلکې د هغوی ترڅنګ د کندهار امنیه قومندان مل پاسوال رازق خان، په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت استازی لالی حمیدزی ، د ننګرهار استازي ، ظاهر قدیر، او ځیني نور رسمي دولتي چارواکي هم شته چې د ځان مجازات او له دندو ګوښه کول د ګډ حکومت تر صلاحیت لوړ بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د