طالبانو په جګړه کې نیولي افغان سرتيري خوشي کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۰تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د ملي اردو ۳ تنه عسکر چې په مخامخ جګړه کې یې ژوندي نیولي وو، بیرته خوشې کړي دي.

دغه عسکر د سمنګان، بدخشان او ننګرهار ولایتونو اوسیدونکي وو او د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د ملي اردو په لیکو کې د طالبانو پر ضد جنګیدل، چې طالبانو په خپلې پوسته کې ژوندي ونیول.

هغه ویډیويي انځورونه چې د طالبانو له لوري رسنیو ته استول شوي، ښيي چې د خوشې کیدونکو عسکرو خپلوان د خپلو بندیانو د ضمانت او استقبال لپاره د طالبانو توقیف خانې ته ورغلي او ژمنه کوي چې بیا به یې عسکرۍ ته نه پریږدي.

د خوشې شوو عسکرو له ډلې څخه دوه تنه په ټپي حالت کې د طالبانو لاس ته لویدلي وو، طالبانو یې تداوي کړې او د خوشې کیدو پرمهال یې هم له پښو او لاسونو سپینې پټۍ تاو دي.

برهان الدین چې یوه پښه او لاس یې له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې لګیدلي او طالبانو یې زخمونه مرهم او پټۍ کړې، وايي:

«زه زخمي شوم، مجاهدینو ونیولم، کومک یې راسره وکړ، اوبه یې راکړې او تر ننه پورې يې زما تداوي کړې، طالبانو چې څومره خدمت زما کړی هومره به مې پلار او ورور هم نه و کړی».

نوموړی زیاتوي چې خلکو ډارولی و چې له نیولو سره سم به یې طالبان سر له تنې جلا کړي، خو اوس چې يې طالبان له نږدې ولیدل په ټولو عسکرو غږ کوي چې په ډاډه زړه وسلې پر ځمکه کیږدي او طالبانو ته تسلیم شي.

د امدادالله په نامه یو بل بندي د خوشې کیدو پر مهال د خپلو تاثراتو په لړ کې وايي:

«طالبانو تر اوسه پورې بده خبره هم راته نه ده کړې، د وروڼو غوندې يې وساتلو.. نه له پاکستانه راغلي او نه پنجابیان دي، زمونږ او ستاسو افغانان وروڼه دي».

طالبانو عسکرو ته د خوشې کیدو پر مهال «د امن کارتونه» هم ورکړي، دغه راز یې هر کس ته د لارې کرایې لپاره (۲۰۰۰) افغانۍ هم ورکړي دي.

طالبانو دغو ویډیويي انځورونو ته د «احسان» عنوان غوره کړی، او په وینا یې د همدې ارزښت له مخې يې نوموړي عسکر له څو ورځني توقیف وروسته ازاد کړي دي.

طالبانو تر دې وړاندې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې دولتي سرتیري د جګړې په ډګر کې له وسلې سره نیولي، خو د خپلوانو په ضمانتونو او په دې ژمنه چې بیا به د طالبانو پرضد جګړه نه کوي، بیرته خوشي کړي.

عام افغانان د دولتي عسکرو له بندیانو سره د طالبانو د نیک چلند تګلاره ستایي او د وینو د توییدو په مخنیوي او سولې ته په زمینه سازۍ کې يې د طالبانو یو مهم ګام بولي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د