fbpx

عمر مختار څوک وو؟(دوهمه برخه)

ژباړه : عبدالسمیع درانی

زړورتوب او سخاوت
زړورتوب او سخاوت دوه هغه نیک خویونه وو چې له ځواني له ده سره مله وه. په کال ۱۸۹۵ میلادي عمر مختار د سنوسیه ډلې له ځینې شیخانو چې محمد مهدي سنوسي( د سنوسي ډلې دوهم مشر) هم په کې وو، سوډان هېواد ته روان وه. د لارو په اوږدو کې د “زاویه” او “مجابره” قبیلې او نورو سوداګرو چې د طرابلس او بنغازي وو او په غرنیو لارو کې بلد هم وو، یو ځای شول.
کله چې مسافر سوډان ته نږدې غرنۍ سیمې ته ورسیدل، هغه سوداګر چې مخکې یې پر دې لار سفر کړی وو، نورو ته یې وویل: له کم تګ وروسته داسې سختې سیمې ته رسېږو چې هلته ډیری وخت کوم وږی زمری د تلونکو ښکار ته ولاړ وي، ښه دا ده چې یو اوښ ورته حلال کړو، تر څو یې له داړلو بچ شو. عمر مختار له دې خبره سره مخالفت وښود او دا باج ورکول یې رد کړل او ویې ویل: مونږ نورو انسانانو ته له باج ورکولو څخه بد وړو، پاتې شوه یوه حیوان ته باج! دا د بې غیرتي او ناځوانۍ نښه ده. که زمری مخې ته راغی، وبه یې وژنو.

دوی لا یادې سیمې ته نه وو رسېدلې چې یو زمری د غونډۍ له شا راښکاره شو، یو سوداګر چې ویرېدلی وو، ویې ویل: زه مې له یوه اوښه تیر یم، خو هڅه ونه کړئ چې له زمري سره په جګړه کې ښکېل شئ. خو عمر مختار خپل یونانی ټوپک راواخیست، زمری یې په څو ډزو وواژه، پوست یې کړ او د لارې پر سر یې کېښود چې راتلونکو کاروانونو ته عبرت شي.
کله چې به چا هماغه کیسه کوله، یا به یې له ده پوښتنه کوله، ده به په ځواب کې دا آیت ورته تلاوت کاوه: وَمَارَمَیْتَ إِذْرَمَیْتَ وَلَکِنَّ اللَّهَ رَمَى.

دې کیسې د سنوسیه ډلې پر مشر (مهدي سنوسي) داسې پوخ تاثیر وکړ چې ده به تل ویل؛ مونږ ته لس داسې کسان لکه عمر مختار بس او کافي دي. همدا وو چې مهدي، عمر مختار په کال ۱۸۹۷ میلادي د “زاویه قصور” سیمې مشر وټاکلی. زاویه قصور سیمه د “برقې” په شمال ختيځ کې پرته وه. عمر مختار دې سیمه کې چې خلک یې په نافرماني مشهور وو، ښه کارکردګي وښوده. ده چې له السنوسیه سره پخې اړیکې درلودې، په “سیدي عمر” مشهور شو. دا لقب لوړ منسب او ډیرو مشهورو کسانو ته ورکول کېده.

استعماري دوره او د مبارزې پیل
په حقیقت کې د عمر مختار د زړورتیا خاصیت د چاد خلکو جګړه له فرانسوي استعمارګرو او د لیبیا خلکو جګړه د ایټالیوي استعمارګرو خلاف کې ښه لیدل کیږي.

کله چې په کال ۱۹۰۰ میلادي فرانسوي استعمارگرو د چاد خلکو باندې حمله وکړه، السنوسیه ډله یو له هغو ډلو وه چې د دوی خلاف راپورته شوه. عمر مختار هغه مهال د استعمار خلاف د یوې ډلې مشري پر غاړه واخیسته

په کال ۱۹۰۲ م کې چې د سنوسیه ډلې مشر (محمد مهدي سنوسي) ومړ، د همدې ډلې رهبرانو له ده وغوښتل چې “برقې” ته ورشي. دی هلته ورغی او بیرته د “زاویه قصور” سیمې د مشر په توګه وټاکل شو. ده دا سیمه داسې ښه رهبري کړه چې ان د عثماني خلافت شاباسی یې له دې امله وګاټه چې دې سیمه کې یې کراري او امنیت راوستی دی.

دا ښه رهبري د دې لامل شوه چې دی تر کال ۱۹۱۱ م پورې د ۸ کالو لپاره همدا مسؤلیت مخ ته بوخي. په دې دوره کې دی له انګلیسي استعمارګرو سره د مصر او لیبیا په سرحدونو، د “البردیه”، “السلوم”، او “مساعد” په سیمو کې په جګړه کې ښکیل وو. “السلوم” دده مشهور جنګ وو چې په کال ۱۹۱۱ م کې واقع او “السلوم” ښار انګلیسیانو ونیو.

له عثماني خلافت سره د ایټالویانو جګړه
په کال ۱۹۱۱م ایټالیا عثماني خلافت ته د جګړې خبر ورکړ او خپل ځواکونه یې د “بنغازي” ساحلي ښار، چې د “برقې” شمال ته پروت دی، میشت کړل.

هغه مهال عمر مختار د کفرې ښار غرنۍ سیمې ته د “سنوسیانو” سره د کتلو په موخه تللی وو او د بیرته راګرځیدا په مهال د ایټالیویانو لخوا د “بنغازي” له نیولو خبر شو. ژر “زوایه القصور” سیمې ته لاړ، زر تنه جنګیالي یې له خپل ټبر څخه د ایټالیوي استعمارګرو خلاف چمتو کړل.

د لومړي ځل لپاره عمر مختار ځانته د “الخروبې” سیمې چې بیا وروسته “الرجمې” ته انتقال شوه، نظامي مرکز جوړ کړ. ورسته بیا دا مرکز له عثماني خلافت سره یوځای شو او ډیر کسان ورسره یوځای شول.

په کال ۱۹۱۲م کې چې د بالکان جګړې پیل شوې، عثماني خلافت اړ شو له ایټالیا سره سوله وکړي او شاتګ وکړي چې د “برقې” سیمه هم په کې شامله وه. لیبیایي جنګیالو د عثماني خلافت له دې پریکړې بد یوړل، د عثماني جنګیالو خلاف ودریدل، وینې توی شوې. عمر مختار د همدې حالت پای ته رسولو ته وټاکل شو. کله چې په دې کار کې بریالی شو، په کال ۱۹۱۳م کې د برقې قومندان وټاکل شو او کله چې “احمد شریف سنوسي” قومندان وټاکل شو؛ دی یې مرستیال شو.

د عمر مختار د جګړو ځینې برخې

د عمر مختار مهمې جګړې
د عمر مختار له مهمو جګړو یو هم په کال ۱۹۱۳م کې له ایټالیایي استعمارګرو سره د “درنه” په سیمه کې وه. دې نښتې دوې ورځې دوام وکړ، ۷۰ ایټالیوي جنګیالي مړه او ۴۰۰ نور ټپي شول.

همدا راز په همدې کال کې د “بوشمال”، “ام شخنب”، “شلظیمه”، “الزویتینه” او “لرحیبه” جګړې وشوې چې عمر په ټولو کې ګډون درلود او د سیمې خلک یې ورته هڅول.

چریکې جګړې ته مخه
په کال ۱۹۲۳ م کله چې د لیبیا پلازمینه طرابلس د ایټالویانو په لاس سقوط وکړ، عمر مختار د “برقې” مجاهدینو د قومندان په صفت چریکي جګړې ته مخه کړه. ده به هر ځلې له ۱۰۰ تر ۳۰۰ پورې ملګرو پر مټ پر ایټالوي جنګیالیو حمله کوله، تر مرګونو ګوذارونو وروسته به بیرته خپل ځای ته ستنېدل. دې جګړو ۲۲ کاله دوام درلود.

په دې دوران کې عمر مختار خپلو جنګیالیو ته د “شنه غره” په سیمه کې نظامي مرکزونه ترتیب کړي وو او خپله یې سرپرستي کوله.

د عمر مختار نیول کېدل
د ۱۹۳۰ م اکټوبر میاشت کې ایټالیایي جنګیالیو له “لیبیایي” مجاهدینو سره د درنې جګړې پر مهال د عمر مختار آس او عینکو ته لاسرسی وموند. د ۱۹۳۰ م کال د سپټمبر پر ۱۱مه عمر مختار له خپلو څو تنو ملګرو سره د مشهور صحابي( رویفع بن ثابت) زیارت ته چې په “البیضا”ښار کې وو، ورغلل. ایټالویانو د ده لاره وموندله او دی یې وڅاره.

څار روان وو چې دی یې له خپلو ملګرو سره د “عینو العفو” سیمه کې وموند، د دواړو لوریو ترمنځ جګړه ونښته، د عمر مختار آس زخمي او پر ځمکه را پرېوت؛ چې له دې سره دی اسیر شو.

د دوهمي برخي پای

 

عمر مختار څوک وو؟(اوله برخه)

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د