نړۍ

اسرائيلي عسکرو شپږ فلسطينيان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د فلسطين په غزې تړانګه کې اسرائيلي عسکرو پر زرګونو سوله ييزو لاريونکوونکو اوښکې بهونکی ګاز شيندلی او ډزې يې پرې کړي دي.

د دغو ډزو له امله شپږ فلسطينيان شهيدان شوي او لسګونه نور ټپيان دي.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال له مارچ مياشتې راهيسې فلسطينيانو د جبري هجرت پر ضد لاريونونه پيل کړي او غواړي چې اويا کاله پخوا د اسرائيلي یرغلګرو له لاسه بې ځايه شوي فلسطينيان بېرته خپل پلرني ټاټوبي ته وګرځي او د دې لپاره يې د اسرائيلو سرحد ته څېرمه سوله ييز لاريونونه پيل کړي.

تېره ورځ د دغو لاريونونو ۲۹مه جعمه پوره شوه او تر اوسه په دغو لاريونونو کې له ۲۰۰ زيات فلسطينيان شهيدان شوي او زرګونه نور ټپيان د ي.

اسرائيل وايي، که دغه فلسطينيان بېرته خپلو سيمو ته ولاړ شي، یهودي دولت به ورسره له منځه ولاړ شي او ګواښ يې کړی، چې دوی به هېڅکله د فلسطينيانو دغه غوښتنه ونه مني.

ملګرو ملتونو له اسرائيلو او فلسطينيانو غوښتي، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي، خو د اسرائيلي يرغلګرو له لوري يې پر فلسطیني بې دفاع خلکو د بريد په اړه کوم عملي ګام نه دی اخيستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x