
ضمیرکابلوف: مسکو کې د سولي غونډه ښایې د رواني میاشتې ترپایه دایره شي
نن ټکی اسیا (شنبه،۲۱تلې ۱۳۹۷ل): د روسیې د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړ چې د افغانستان د سولي په تړاو د مسکو ځنډول شوي غونډه ښایې د رواني میلادي اکتوبرمیاشتې په وروستیو کې جوړه شي.
د روسیې د خبري آژانس سپوتنیک د خبر له مخي، د افغانستان لپاره د ولادمیرپوتین ځانګړی استاځی ضمیر کابلوف پرون په مسکو کې د رسنیو استاځو ته وویل، احتمال لري چې د افغانستان د سولي غونډه د دغي میاشتې په پای کې په مسکو کې دایره شي.
د يادونې وړ ده چې روسيې د روان زيږديز کال د ستمبر په ۴ مه نېټه د افغان سولې په تړاو د يوې غونډې تابيا نيولې وه چې د امريکا او افغانستان د نه ګډون له امله وځنډېده.
په لومړي سر کې په ياده غونډه کې افغانستان د ګډون اراده ښودلې وه خو د امريکا د نه ګډون له امله افغانستان هم له خپلې خبرې پر شا شو او له مسکوه یې د غونډي د ځنډولو غوښتنه وکړه، چې له امله يې غونډه هم وځنډېده.
د مسکو په وینا په دغه غونډه کې یې افغان حکومت، طالبانو، د سیمي هیوادونو او امریکا ته بلنه ورکړي ترڅو د افغان کړکیچ لپاره د حل یوه اغیزمنه لاره ومومي.
د روسي مقاماتو په وینا، طالبانو او د سیمي هیوادونو یې بلنه منلي خو امریکا او ورپسي افغان حکومت تري انکار کړی.
روسان وايي، چې امریکا د افغانستان بحران لپاره د حل لاره نه شي موندلی او تور يې پورې کړی، چې واشنګټن يوازې په هغو غونډو کې ګډون کوي، چې د امریکا ګټې په کې خوندي وي.
روسان وایې چې له همدې امله یې هوډ کړی، ترڅو د سيمه ييزو هېوادونو په ملتيا د افغانستان بحران د حل لپاره هلې ځلې وکړي.