نړۍ

د خاشقجي تر ورک کیدو وروسته ۵ نور سعودي شهزادګان لادرکه شوي

نن ټکی اسیا (شنبه،۲۱تلې ۱۳۹۷ل): د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د منتقد خبریال خاشقجي تر ورک کیدلو وروسته پنځه تنه نور شهزادګان هم نیول شوي او تر دا مهاله لادرکه دي.

تسنیم خبري آژانس د (آی) په نوم د انګریزي ورځپاڼې هغه مطلب خپور کړی چې پکي د سعودي عربستان د شاهي کورنۍ د پنځو نورو شهزادګانو د تري تم کیدو راز افشا شوی.

«آی» انګریزي ورځپاڼې په یاد مطلب کې لیکلي چې په المان کې میشت، د سعودي له لوري تبعید شوي (خالد بن فرحان) ورته ویلي چې د کاشقچي پر وژل کیدو د انتقاد له امله، په تېره اونۍ کې پنځه تنه نور شهزادګان لادرکه شوي، چې په وینا یې تراوسه یې د مرګ ژوبلې په اړه مالومات نشته.

ورځپاڼه د خالد بن فرحان په حواله، له یو بل راز څخه هم پرده پورته کوي او لیکي چې د کاشقجې تر ورک کیدلو لس ورځي وړاندي د سعودي واکمنو د ده د وژلو او نیولو پلان هم جوړ کړی و.

خالد فرحان وایی، د سعودي حکومت د ده د کورنۍ غړو ته د ملیاردونو ډالرو رشوت ورکولو ژمنه کړي وه ترڅو خالد بن فرحان مصر ته ولیږي او هلته په مصر کې د سعودي د کونسلګرۍ له مقاماتو سره وویني.

خالد بن فرحان ورځپاڼې ته ویلي چې څه کم دېرش ځله سعودي چارواکو له ده او د ده له کورنۍ سره تماس نیولی وو، ترڅو مصر ته یې پر تللو قانع کړي.

ورځپاڼې د خالد بن فرحان له خولي لیکلي، څو ورځي مخکي پنځه تنه شهزادګان شاه سلمان بن عبدالعزیز ته ورغلل، ترڅو د شاهي کورنۍ د غړو د اندیښنو په اړه ورسره خبري وکړي، نوموړی وایی چې د کاشقچي د برخلیک په اړه له یادولو وروسته دوی هم پنځه واړه سمدستي نیول شوي او تراوسه یې هیڅ پته نه ده لګیدلي.

باید وویل شي چې د روان اکتوبر میاشتې په دويمه نېټه، د سعودي د شاهی کورنۍ پخوانی مشاور او اوسنی منتقد مشهور خبریال کاشقجي، په استنبول کې د سعودي قونسلګرۍ ته ولاړ، له هغه وخته يې د ژوند او مرګ درک نشته.

د ترکيې پلټونکو پوليسو ويلي، داسې ويډيويي او غږيز ريکارډونه يې موندلي، چې خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی او جسد يې چېرته غورځول شوی دی.

خو سعودي لا هم دغه تورونه ردوي او بې بنسټه يې بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x