نړۍ

له دوه کلن زندان وروسته ترکيې امريکايي کشيش خوشې کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): په ترکيه کې هغه امریکايي کشيش چې دوه کاله وړاندې په دغه هيواد کې د تروريستي فعاليتونو په تور نيول شوی و، خوشی شو.

د ترکيې يوې محکمې د جمعې په ورځ امريکايي کشيش اندرو برانس له بنده خوشۍ کړ او ويلي يې دي چې امريکايي کشيش دې له ترکيې څخه ووځي.

د ترکيې محکمې ویلي دي چې برانس د محکمې له لوري په دوه کاله بند محکوم شوی و چې اوس له دوه کلن بند تيرولو وروسته خوشې شوی دی او باید له ترکيې څخه ووځي.

د اندرو برانس له خوشي کيدو څخه څو شيبې ورسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټويټر وليکل چې اندرو برانس خوشې شوی دی او ژر به امريکا ته راستون شي.

د يادونې وړ ده چې ددغه کشيش د نيول کېدو له امله د امریکا او ترکيې ترمنځ اړيکې کړکيچنې شوې چې له امله يې امريکا په ترکيې اقتصادي بنديزونه ولګول او ګواښ يې وکړ که چېرې ترکيه برانس خوشي نه کړي له نورو اقتصادي بنديزونو سره به هم مخ شي.

د ترکيې محکمې ويلي دي چې دغه کشيش په ترکيه کې په تروريستي فعاليتونو باندې تورن و چې ونيول شو او د محکمې له پرېکړې سره سم يې خپله د بند موده په زندان کې تیره کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x