حکمتیار: ټاکنو کې ګټونکي او بایلونکي سفارتونه ټاکي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار يو ځل بيا په ټاکنو د بې باورۍ خبر راتازه کړه او ويې ویل چې دغه ټاکنې د هيواد د روان بحران په حل کې مرسته نه شي کولای.

ګلبدين حکمتيار د ميسم (د ملي يو والي ستره مجمع) په نامه د يوې دوه ورځنۍ مشورتي ناستې په پای کې وويل چې راتلونکې ټاکنې د يوې سياسي لوبې په توګه ترسره کيږي چې بهرنيان هم په کې لاس لري او د هيواد د بحران له حل سره مرسته نه شي کولای او د ټاکنو ګټونکي او بایلونکي د بهرنیو سفارتونو له لوري ټاکل کیږي.

هغه وويل چې ټاکنې د افغانستان د بحران په حل کې مرسته نه شي کولای او لايې ستونزې نورې هم زياتې کړي دي.

حکمتیار د سياسي ګوندونو له لوري د ټاکنو په اړه دولت ته د وړاندې کړې طرحې يادونه هم وکړه او ويې ويل چې سياسي ګوندونو د ټاکنو په اړه حکومت ته يوه منظمه طرحه وړاندې کړې وه خو په وينا يې چې حکومت د بهرنيو سفارتو په اشاره رد کړه.

حکمتيار وويل چې اوسمهال د هيواد ډيره برخه د طالبانو په لاس کې ده او نا امني زياته شوې ده چې راتلونکې ټاکنې به د ټول هيواد په ځای په محدودو سیمو کې ترسره شي چې مشروعيت به يې له منځه لاړ شي.

حکمتیار وويل چې دا ټاکنې به د افغانستان په محدودو سيمو کې ترسره شي، محدود خلک به په کې ګډون وکړي، زموږ به کومه ستونزه حل نه کړي، بې له شکه چې دا يوه ماشومانه او مسخره لوبه ده او خلکو ته د فريب ورکولو معنا لري.

هغه وايي چې د هيواد ډيری خلک په راتلونکو ټاکنو بې باوره دي او هيڅ سياسي ګوند د ټاکنو له روان بهير او نتايجو څخه راضي نه دی.

د يادونې وړ ده چې اوسمهال د ټاکنو بهير په افغانستان کې داسې حالت ته رسېدلی دی چې له امنيتي ګواښونو سره سره د فساد او سياسي ګوندونو مخالفتونو او اعتراضونو هم زور اخيستی دی.

ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې ټاکنې د روانې مياشتې په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

گل ببو ؛ ته نه له دي دنيا شوي نه د اخرت، په دي دنيا كي دي هم زان په شرمو وشرماوه أو د محشر پر ميدان به هم زاي د پتيدو نلري. ته خو هر زاي وايي چي ددي دولت حمايه بايد وشي، ته پدي نوي پوه چي دا دولت سنگه أو دچا له خوا جور شو، أو نوي انتخابات؟ به هم ددوي تر سيوري لاندي كيژي . دا توله د امريكايانو كار دى، كه همت لري ،روشانه ده چي نه يي لري ، كه زان د خپل پلار زوى بولي امريكاته خوله كچوله كه، دنيا ديره شيرينه ده،… نور لوستل »

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

جمیل صاب،فقیراباد پښاور کی د ګلبدین سره لوبیا ،او کله یو ځای شوروا خوړله،اوس چه لندن ته ورسیدی دومره کبرجن شوی،چه ګلبدین نه د ګلبابو جوړه کړه؟هی هی هی لندنه