افغانستان

پکتیکا؛ طالبانو خوشامند ولسوالي ونیوله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبان وايي سرتېرو يې تېره شپه د پکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ بشپړه نیولې ده.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې په جګړه کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ډېر مهمات يې ګوتو ته ورغلي دي.

دوی پخپله رسمي خبرپاڼه د ولسوالۍ د نیولو لنډ خبر خپور کړی او د پوره جزئیاتو ژمنه يې کړې ده.

«تېـره شپه د پکتیکا ولایت د خوشامند ولسوالي په ټولیزه توګه فتحه شوه. د فتحې پر مهال دښمن ته زیان اوښتی او ګڼ شمېر وسلې او مهمات د مجاهدینو لاسته ورغلي دي.»

د پکتیکا ځايي چارواکو د خوشامند ولسوالۍ د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

پکتیکا کې نکه، زېړوک، ګیان، وړممۍ، وازیخوا، برمل، ګومل او اومنه هغه ولسوالۍ دي چې د ځینو یوازې مرکزونه د حکومت لاس کې دي او د ځینو نورو مرکزونه هم انتقال شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x