
غور؛ ځانګړي ځواکونه د اربکی قومندان په نیولو کې بې وسه شول
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د غور په لعلوسرجنګل ولسوالۍ کې اربکی قومندان عليپور له ځانګړو ځواکونو سره له جګړې وروسته د ارام سا واخیسته.
هغه چې د اجراییه ریاست د مرستیال محمد محقق نږدې کس بلل کېږي، په سیمه کې د خلکو په لوټ، وژلو او ان ناموس لوټلو تورن دی.
د غورو چارواکو نږدې اوونۍ وړاندې وویل، چې د عليپور د نیولو لپاره يې ځانګړي ځواکونو لېږلي او هغه به د کړیو جنایاتو له امله د قانون منګولو ته وسپارل شي.
قومندان عليپور له ځانګړو ځواکونو سره د لعلوسرجنګل په دهنه سیمه کې جګړه وکړه او له دواړو لوریو نه ۳۵ تنو ته مرګژوبله واوښته.
تازه قومندان عليپور په یوه غونډه کې ډاډ څرګند کړی چې حکومت يې د نیولو وس نه لري.
هغه په جوړه کړې غونډه کې چې شاوخوا يې د خپل قوم نجونې او ځوانان په وسلو سنبال ښکاري ویلي، حکومت د ده په نیولو کې بې وسه بللی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رویټرز اژانس ته ویلي، چې هغه یو «قاتل، لوټمار او قاتل» دی.
محمد محقق چې وړاندې يې هم د اربکي قومندان عليپور د نیولو په اړه توند غبرګون ښوودلی و، تازه يې امریکا غږ ته ویلي، ځينې خلک مرکزي سیمو ته قصداً د جګړې لېږد غواړي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ فاریاب کې هم د اربکي قومندان نظام الدین قیصاري پلویانو اعتراضیه غونډه کې وویل، محمد اشرف غني به د قیصاري له ملګرتیا پرته فاریاب ته ور پرې نه ږدي.