افغانستان

وال‌سټریټ ژورنال: خلیلزاد په قطر کې له طالب مشرانو سره لیدلي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی ټاکل شوی، له کابل او اسلام اباد وروسته سعودي عربستان په سفر ولاړ.

وال‌سټریټ ژورنال وايي چې نوموړي پرون په قطر کې له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې کړې دي.

دغې رسنۍ د خبرو د جزییاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې استازی يې له ټولو اړخونو سره په خبرو بوخت دی.

د دې وزارت یوه ویاند وال‌سټریټ ته ويلي، هغه به هڅه وکړي چې د روانې جګړې لپاره یو سیاسي حل پیدا کړي.

دا په تېرو نږدې څلورو میاشتو کې دویم لوړپوړی امریکايي چارواکی دی چې له طالبانو سره مخامخ ګوري.

وړاندې تر دې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز هم له طالبانو به مخامخ خبرې کړې دي.

طالبانو په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو په وړاندینیو څرګندونو کې يې له امریکا سره د مخامخ خبرو هرکلی کړی او غږ يې پرې کړی چې روانې جګړې ته د پای ټکې کېږدي.

زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په کابل کې له چارواکو سره په خبرو کې وویل، چې د جګړې دواړه افغان لوري باید با صلاحیته پلاوي وټاکي.

هغه به له دوحې نېغ کابل ته راشي او افغان چارواکو سره د خپل سفر په اړه هم خبرې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x