امریکا قاري حسین دپاکستاني طالبانو مشر په تور لیسټ کی راووست

pakistani_talibanنن ټکی آسیا: د امریکا حکومت اعلان کړی چې قاري حسین په پاکستان کې د طالبانو قومندان یې د ترهګرو په خپل تور لیسټ کې داخل کړی.

د وزارت خارجي په یوه بیان کې راغلې چې هیلري کلنټن ددغه پاکستاني طالب مشر قاري حسین نوم د 13224 پریکړي پر اساس په دغه لیسټ کې راوستلی.

دغه پریکړه په امریکا کې ددوی په اصطلاح د ترهګرو لپاره یو قانون دی چې په نتیجه کې به یې ددغه سړي احتمالي ټول مالونه او بانکي حسابونه په امریکا کې ضبط کیږي،  او همداسي به امریکایان ددغه کس سره د اړیکو څخه منع کیږي.

امریکا په تیر سبتمبر کې پاکستاني طالبان خپل د ترهګری په تور لیسټ کی داخل کړي وه.

امریکایی خارجه وزارت ویلي چې قاري حسین د هغه خلګو چې تفجیري عملیات ترسره کوی په روزنه تورن دی.

او قاري حسین د هغه اردني برید کوونکي (همام البلوي) چې په خوست کې یې د 7 استخباراتي کسانو ژوند واخیست په روزنه هم تور بللی.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.