
لوګر: د شخصي دښمنۍ له امله واده کې شپږ تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د لوګر محمد اغه کې چارواکي وايي د شخصي دښمنۍ له امله واده کې شپږ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
د دې ولسوالۍ ولسوال نور محمد عبیدي وايي تېره شپه د سفید سنګ سیمه کې په یوه کور کې د چاودنې له امله د واده ګډونوالو ته مرګژوبله واوښته.
هغه پژواک ته ویلي، چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده او د دوو سندرغاړو په ګډون د واده د کورنۍ خپلوان او نورو کلیوالو ته مرګژوبله اوښتې ده.
سرچینه د یو عيني شاهد له خولې لیکي چې چاودېدونکي توکي په سټیج کې ځای پر ځای شوي و.
د لوګر د امنیې قومندانۍ ویاند شاپور احمدزی هم تاييدوي چې چاودنه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده او په وینا يې پلټنې يې پیل کړې دي.