غزل – ابراهیم صیاد

په افق د ځلیدو شي او را پریوځي
د منزل د رسیدو شي او راپریوځي

په غضب د مردکیؤ باران اوري
مړې مرغۍ په دیوالو شي او راپریوځي

د شهید لالي کفن ته غوټه ورکړي
پیغله کونډه په سلګو شي او راپریوځي

سپین هډونه د بارودو په لوګو کې
وریت پاخه په سرو لمبو شي او راپریوځي

ګوره پلار د خپل زلمي بچي تابوت ته
په ملا مات شي په ګونډو شي او راپریوځي

ویني وچې شي له غمه په رګو کې
اوښکې ډیرې په لیمو شي او راپریوځي

په صیاد دې د فراق میرګي راغلي
ستا تصویر ته په کتو شي او راپریوځي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د