نړۍ

طالبانو له امریکايي استازي سره خبرې اترې تایید کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): طالبانو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکايي پلاوي سره د خبرو راپورونه تایید کړل.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې سیاسي استازو یې تېره ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې د امریکا د مذاکراتي ټیم سره کتلي دي.

نوموړي په یوې مطبوعاتي اعلامیه کې څرګنده کړې په دې کتنه کې د طالب پلاوي مشري د سیاسي دفتر رئیس (شیر محمد عباس ستانکزي) او د امریکايي پلاوي مشري (زلمي خلیلزاد) کوله.

ښاغلي مجاهد زیاته کړې چې د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال (مولوي عبدالسلام حنفي) او د نوموړي دفتر څلورو نورو غړو (مولوي شهاب الدین دلاور، قاري دین محمد حنیف، محمد زاهد احمدزي، سهیل شاهین) هم د طالب پلاوي په ترکیب کې ګډون درلود.

طالب ویاند زیاته کړې چې د سیاسي دفتر مشرانو له زلمي خلیلزاد سره د سولې او د سولې په اړه پرتو خنډونو باندې بحث کړی او دواړو لوریو «د اشغال په خاتمه او د افغانستان د مسئلې په سوله ایز حل» خبرې کړي.

طالب ویاند ویلي چې له امریکايي پلاوي سره په خبرو کې طالب استازو د خارجي ځواکونو شتون په هیواد کې د واقعي امن او د ستونزو د حل په لار کې خنډ بللی او د اسلامي ارزښتونو او کلتور په رڼا کې يې د واقعي او افغان شموله حل په هڅو ټینګار کړی.

د اعلاميې له مخې دواړو لوریو موافقه کړې چې خپلو غونډو ته به په راتلونکي کې دوام ورکوي.

زلمی خلیلزاد چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ګمارل شوی، له کابل، اسلام اباد او ریاض وروسته دوحې ته لاړ او هلته له طالب مشرانو سره تر خبرو وروسته یو ځل بیا کابل ته راغلی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا معلومه شوه چي عاقل سوك دى أو بيعقل سوك دى.
طالبانو خو ١٧ كاله مخكي همدا ورته ويل چي خبري به وكو، بي زايه زور مه وهي، دا ملت په زور تسليميدونكى ندى.
د امريكايانو چي زور ووتى سد يي سرته راغى چي طالبانو رشتيا ويل.
دا د طالبانو د برى لمري پراوونه دي، دير احتياط په كار دى، خصوصاً په لستونو كي دي مارانوته زاي نه وركوي.

الحاج استاذ بیانزی

په دی کی شک نشته چه : خلیلزاد څو مخی، له افغانیت، اسلامیت او حتی له انسانیت څخه جلا شوی بشری حیوان دی . خلیلزاد او یهودی میرمن ( برنارډ ) د نظم نوین جهانی غړیتوب او د رنډ کارپوریشن عمده غړی دی. رنډ کارپوریشن د اسلامی نړی او د اسلام سپیڅلی دین په ضد یی د امریکن اسلام په نوم بل تعویض شوی اسلام رامنځته کړی یوه لاسته راړونه یی هم دا چه د جهاد په اړه ایتونه یی تری حذف کړی آو ….. خلیلزاد اوس د انسانی لیوانو په نمایندګی افغانستان ته د سولی د پاره رااستول شوی… نور لوستل »

عبدالقدیر مهمند

هموطنان گرامی ما افغانها همیشه در جنگ برنده هستیم اما در میدان سیاست بازنده می باشیم متاسفانه نشست دفتر سیاسی امارت اسلامی افغانستان با غلام بچه خانگی امریکا خلیلزاد قاتل و نقاش مهندس اشغال افغانستان که زیر فشار غلامان حلقه بگوش امریکا یعنی قطری ها صورت گرفت بزرگترین اشتباه سیاسی و یک خیانت بزرگ به خون شهدای استشهادی ها، شهیدان دشت لیلی، قلعه جنگی، سالنگ ها و در این هفده سال تجاوزات جنسی که بالای اناث و اطفال معصوم و ادرار بالای جسد شهیدان توهین به پیغمبر ما توهین به قران ما صورت گرفته یک خیانت ملی شمرده میشود و… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x