تخار: د نوماندې پر کمپاین چاودنې ۱۰ تنه وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د تخار چارواکي وايي په دې ولایت کې د ولسي جرګې د نوماندې نظیمي بېګ پر کمپاین غونډه چاودنه شوې چې ۶۰ کسانو ته يې مرګ‌ژوبله اړولې.

د تخار دامنیه قومندانۍ د امنیت امر نظام الدین غوري وايي، پېښه د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې او پکې ۱۰ تنه وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

د هغه په وینا سیمې ته يې پولیس لېږلي او پوره جزییات به وروسته شریک کړي.

د تخار یوې بلې امنیتي سرچینې ویلي چاودېدونکي توکي په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي و، چې پکې ۱۲ تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي په وژل شویو کې د ملي امنیت او ملي پولیسو دوه تنه عسکر هم وژل شوي دي.

تر اوسه د نظیمې بېګ د مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

دا په داسې حال کې دی چې تېره اوونۍ هلمند کې هم یو نوماند په بمي چاودنه کې له خپلو کمپاینرانو سره ووژل شو.

د ټاکنو کمیسیون د معلوماتو له مخې تر تېرې اوونۍ پورې اته تنه نوماندان او ۱۰۰ تنه د هغوی پلویان وژل شوي دي.