طالب سرتېري؛ د نظامي روزنې پر مهال

هلمند؛ طالبانو د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه نیولې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۱تلې، ۱۳۹۷ل): د هېواد په جنوب کې خبري سرچینې وايي د هلمند په بهرامچه ولسوالۍ کې طالب سرتېرو د پاکستاني پوځیانو له لوري پر ډېورنډ فرضي کرښه د اغزن تار غځولو مخه نیولې ده.

په یاده سیمه کې خپلواک خبریال صدیق الله افغان پخپله فیسبوک پانه لیکلي، بهرامچه کې لسګونه طالب سرتېري په همدې مناسبت را ټول شوي دي.

«لسګونه وسله وال طالبان د هلمند په بهرامچې سیمه کي د راټول سوي، څو هلته د پاکستاني پوځيانو له لوري د غځېدونکي سیم مخنیوی وکړي.»

په یاده سیمه کې چې د طالبانو واک دی، تر دې وړاندې هم طالب سرتېرو د اغزن تار د غځولو مخنیو کړی دی.

خواله رسنیو کې د هم د طالب سرتېرو د دې اقدام هرکلی شوی او ډول ډول غبرګونه يې راپارولي دي.

د شرافت ویاړ په نوم یو تن لیکلي: «دا کيسه وختي شروع شوې ده، هلته چې د سنګ مرمر غر دی هغه کې طالبان دي، يو کس ويل موږ ايف سي په زور يووړو تر څو هغه تار د افغانستان له خاورې راباندې تاو کړي خو موږ ته يو ورځ ھلمندي مجاهدينو اخطار راکړ چې دلنه څو واره جنګ شوی ذی بيا هم کېږي که غواړئ چې ژوند وکړئ له دې ځايه لاړ شئ!»

افغان زلمي لیکلي: «هرڅوک چي دا خاوره ساتي الله پآک دي وساتي.»

وړمه ورځ د کندهار امنیه قومندان جنرال رازق هم دعوه وکړه، چې سرحدي ځواکونو يې په ښوراوک او سپين بولدک کې د پاکستانیانو له لوري د اغزن تار لګولو مخه نیولې ده.

هغه ویلي و، له طالب سرتېرو هم هیله لري چې په دې برخه کې مرسته وکړي او له سرحدي ځواکونو سره دې جګړه نه کوي.

هغه له رسنیو سره په خبرو کې پر طالبانو تورې پورې کړ، چې په هغه سیمه کې چې پاکستاني پوځیان اغزن تار غځوي، پر سرحدي ځواکونو بریدونه کوي.

طالبانو د پورته څرګندونو په اړه رسماً څه نه دي ويلي، خو د جنرال رازق د ادعا په اړه يې ویلي: «په یادو سرحدي سیمو کې هیچیرې هم نه مجاهدینو له چاسره جګړه کړې ‏او نه د کابل اداره غواړي چې اغزن تار دې نه وي، بلکې تار د کابل ادارې او پاکستان ترمنځ د کومې معاملې په نتیجه کې غزیږي او ټوله پوله یې په بر کې نیولې.»

دا په داسې حال کې دی چې پاکستان پر ډېورنډ فرضي کرښه د خندق کېندنې چارې نږدې پای ته رسولې او اغزن تار يې هم په ګڼو سیمو کې لګولی دی، خو تر اوسه د کورنیو چارو وزارت، سرحدونو وزارت یا هم دفاع وزارت چارواکو رسماً کوم غبرګون نه دی ښوودلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
لونګ
میلمه
لونګ

وایی د هندو له کوره قرآن راووت. هغوی چه د سمع الحق و فضل الرحمن په فتوای جنګیږی او د مکی مکرمی عالمانو ته غوږ ننسي تا به څنګه خلک باور وکړی چه د پاکستانی عسکرو په مقابل کی به طالبان ودریږی.