نړۍ

د خاشقجي د وژل کېدو په صورت کې ټرمپ سعودي ته د سختې سزا ګواښ کړی

نن ټکی اسيا ( شنبه، ۲۱ تله، ۱۳۹۷ ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سعودي ته ګوتڅنډنه کړې، که چېرته دا ثابته شي، چې امریکايي تبع سعودي خبريال جمال خاشقجي د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی دوی به سعودي ته سخته سزا ورکړي.

ټرمپ نن د شنبې په ورځ له سي بي ايس امريکايي تلويزون سره په مرکه کې وويل، که د خاشقجي د ممکنه وژنې په اړه دا ثابته شي، چې نوموړی په استنبول ښار کې د سعودي قونسلګرۍ کې وژل شوی، نو دا به د سعودي لپاره خطرناک عواقب ولري او سزا به ورکړي؛ ځکه چې  خاشقجي يو خبريال و.

ټرمپ د سي بي ايس د پوښتنې په ځواب کې وويل: «تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژل کېدو امر کړی که نه، خو په دې اړه جدي څېړنې روانې دي، تر اوسه خو يې سعوديان ردوي، خو که روښانه شي، چې دا کار دوی کړی، نو به سخت غوسه شو او کېدای شي همدوی کړی وي»

ټرمپ ګواښ  کړی، که دا روښانه شي، چې خاشقي د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي چارواکو په امر وژل شوی، دا به  د سعودي لپاره خطرناکې پایلې ولري او کېدای شي بندیزونه هم پرې ولګول شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان هم ويلي، سعودي بايد دا ثابته کړي، چې خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی او دوی نه دی وژلی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ترکيې د امنيتي سرچينو له خولې ليکلی، چې دوی داسې ويډيويي او غږیز ريکارډونه تر لاسه کړي، چې خاشقجي دې استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي، خو سعودي دغه تورونه رد کړي او  دوراغ يې بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غلام حضرت

د سعودی د حکومت پخوانی او اوسنی اراکین ټول شنه مُردګوان دی یعنی بیسواده مزدوران دی خو خبره داده چه هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ خصوصاً یمن کی د همدې خبیثو سعودیانو په پلیدو لاسونو سلګونه ماشومان وژل کیږی خو د لاس وګاس ټېکه دار د تائید کوټئ ورسره ښوروی خو کله چه یو فرصت طلب خبرنګار وژل کیږی همدا ټېکه دار د کاذبی غُصی ګوتی ورته څنډی.
دېته وائي د انسانی عدالت اوج!!!.

عبدالمالک همت

ټرمپ په سعودي واکمنو نور هيڅ نه کوي، صرف هغه باد راوړی پيسې چي دغه واکمنان يې د حج له درکه ترلاسه کوي او له خپلو خلکو څخه يې د ماليو په نامه اخلي او د هيواد له ډول ډول عوايدو يې په لاس راوړي هغه ځني اخلي.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x