نظــر

د خبرو میز ته د امریکایانو راتګ، یو مثبت انکشاف

حبیب مجاهد

د اسلامي امارت او امریکا تر منځ په لانجه له دوو لسیزو ډیر وخت اوړي. له هغه وخته چې په افغانستان کې اسلامي امارت د کورنۍ جګړې  او فساد د ختمولو په تکل مبارزه پیل کړې وه، امریکایانو یې په وړاندې یو اړخیزه دښمني پیل کړه. امریکایانو د خپل مخالفت او دښمنۍ د توجیه لپاره بیلابیلې بهانې مطرح کړې، تر دې چې خبره لومړی اقتصادي جنګ( بندیزونو) او بیا مخامخ پوځي یرغل ته ورسیده.

خو د دې نزاع په ټولو پړاوونو کې اسلامي امارت همیشه په امریکایانو غږ کړی چې که غواړي دغه معضله حل کړي نو د بې ځایه تعلل او بې محتوا الزام تراشۍ پر ځای دې، دمنطق، استدلال او تفاهم لاره اختیار کړي. حتی د اسلامي امارت د واکمنۍ په مهال د اسلامي امارت مؤسس د سپیني ماڼۍ واکدار بل کلنټن ته په لیک کې همدا پيغام واستاوه، چې د افغانستان جنګ ځپلی او ټوکر ټوکر ملت د دنیا په بل اړخ کې چا ته د ضرر رسولو اراده نلري. او امریکایان دې زموږ اولس پریږدي چې خپل د څولسیزو زخمونه مداوا کړي او د ارام ژوند وکړي.

خو امریکایي چارواکي له هماغه پيله د بې ځایه غرور او غټ بازۍ په مسند ناست و. له طالبانو یې د یو اړخیزي تسلیمۍ او اطاعت غوښتنه کوله، هغه څه چې نه په عقلي لحاظ موجه دي او نه یې هم زموږ دین او ملي وجدان منلی شي.

همدا نن رسنیو خبر ورکړی چې د افغانستان لپاره دامریکا خاص استازی زلمی خلیل زاد د قطر هیواد ته تللی او هلته یې د اسلامي امارت له سیاسي استازو سره کتلي دي. دا چې د امریکایي حکومت دغه لوړپوړی چارواکی او د سپینۍ ماڼۍ خاص استازی له طالبانو سره دمخامخ خبرو میز ته کیني داسې معلومیږي لکه کرار کرار چې د امریکایي چارواکي هم حقائقو ته تن ږدي او د معضلې اساسي حل ته نږدي کیږي.

له زلمي خلیلزاد وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیاله الیس ویلز هم قطر ته تللې وه او د طالبانو د سیاسي دفتر له هیئت سره یې مذاکرات کړي وو. تر اوسه معلومه نه ده چې له دغو مذاکراتو څخه د امریکایانو مطلب په واقعي معنی د معضلې حل دی او که د جګړې تر څنګ د یوه وخت وژونکي تاکتیک په حیث ترې کار اخلي. خو که متفائل واوسو او مثبت فکره وکړو. د امریکایي چارواکو دغه اقدامات د افغانستان دمعضلې دحل لپاره ښه مقدمات ثابتیدلای شي. ځکه د مخامخ خبرو په توسط دواړه اړخونه کولای شي خپل پیغامونه او مواقف یوه بل ته په مخامخ او صریح ډول ورسوي تر څو دموضوع په حل لاره وتوانیږي.

طالبانو بار بار ویلي دي چې دوی د امریکا له متحده ایالاتو سره  جګړه نه غواړي. بلکې اولویت یې دا دی چې خپل ځپل شوي او مظلوم ملت ته له روان بحران او اشغال څخه نجات ورکړي او د یوه سعادتمند، سرلوړي او سوکاله ژوند شرایط ورته مهیا کړي.

افغان اولس هیله لري چې امریکایي چارواکې به د عقلانیت او تفاهم پیل کړې لاره پسې تعقیب کړي، تر څو په دې ډول دواړه اړخونه د هغې جګړې په پای ته رسولو وتوانیږي چې د دواړو هیوادونو خلکو او اولسونو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
حاجی اتانچی

حبیب مجاهد صاب.یو طرفه لیکنه د کړی ،او دا د ندی لیکلی چه طالیبانو په خپله دوره کی د دینا ټول بدمعاشان افغانستان کی ساتل.امریکا نیویارک تورونه یی چپپه کړل ،تقریبا دری زره کسان په کی مړه شول.امریکا د بن لادن غوښتنه کوله چه باید محکمه شی،خو طالیبانو دا نه منله،بن لادن یی محکمه ته ونه سپاره بالاخره امریکا یرغل وکړ،طالیبان یی تس نس کړل،په زرګونو خلک تر اوسه مړه بی کوره شول،او نور به څومره دا پته نشته،دا ټول صرف د بن لادن لپاره.او د طالیبانو یوه غلط سیاست نتیجه وه،له دا ورسته که طالیبان خپلی سیاسی چاری سنبال… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x