د طالبانو اوامریکایانو ترمنځ د مخامخ خبرو دوهم پړاو!

لیکوال: عطاءالله مبارز

له پرونه دا خبره د رسنيو د سر موضوع ګرځېدلې چې امريکایانو په قطر کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر له غړو سره مخامخ خبرې کړي دي، چې دا دی اوس طالبانو هم له خپل رسمي ادرسه ياده غونډه تائید کړه، ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر خپاره کړي بيان کې د خبرو د پخلی ترڅنګ د اسلامي امارت له لوري د مرکچي ټيم او د غونډې د اجنډا په هکله هم معلومات ورکړي دي.

د دنیاپه تاریخ کې چې د هيوادونو او ګروهو ترمنځ څومره جګړې شوي دي، ډیری يې د خبرو اترو له لارې پای ته رسېدلي، ډېر وړاندې نه ځو، بلکې یوازی دری لسیزې مخکې د افغان مجاهدینو او شوروي یرغلګرو ترمینځ خونړۍ جګړه د خبرو اترو له لارې ختمه شوه او شوروي یرغلګر له هیواده ووتل.

۱۷ کاله مخکې امریکاپه افغانستان بې رحمه، وحشیانه او له ټولو نړيوالو اصولو خلاف یرغل وکړ چې له لومړۍ ورځي یې په خلاف د طالبانو په قیادت کې افغان اولس سپیڅلی مبارزه پیل کړه او دادی اوس مو مبارزه دبري ترپولو رسولې او د هیواد ډیره خاوره د اشغالګرو او د هغوي دتش په نوم افغاني ګوډاګیانو له منګولو خلاصه شوې ده.

طالبانو له لومړۍ ورځې د يوې سپينې او څرګندې تګلارې له مخې، د دې بحران د پای ته رسولو لپاره په رښتيني او منتج سولییز حل ټینګار کاوه، خو امريکايانو د جنګ له لارې خپلو اهدافو ته رسېدل غوښتل، اوس پخپله امریکايي لوړ رتبه چارواکو هم څو ځله دا خبره منلې چې یاده بې پايه جګړه د زور له لارې نشي ګټلي او پکارده چې له طالبانو سره مخامخ خبرې وشي.

په ۲۰۱۳م کال کې هم امریکایانو د اسلامي امارت د سياسي دفتر له لارې د طالبانو لخوا دنیول شوي امریکایي عسکر بریګډال په موضوع له طالب چارواکو سره بریالي مذاکرات وکړل چې دبو بریګډال په بدل کې پنځه مهم طالب مشران دګوانتانامو له زندانه راخوشي شول، چې هغه مهال مشهورو نړیوالو رسنیو او شخصیتونو دا د طالبانو ستره ډیپلوماتیکه بریاوبلله.

کابو دوه میاشتې مخکې غربي رسنیو داسې راپورونه خپاره کړل چې امریکایانو په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر له چارواکو سره د سولې د خبرو اترو د پيلېدو په منظور یوه مقدماتي غونډه وکړه، چې د راتلونکي لپاره د خبرو د پیل په یومیکانیزم کار وکړي.

په دې هکله د اسلامي امارت پالیسي ډېره واضحه ده، لکه څرنګه چې په نظامي برخه کې افغان اولس او په ځانګړي ډول مجاهدين په اسلامي امارت پوره اعتماد او باور لري، همدغه راز په ډيپلوماسي او ډيالوک کې هم افغان مجاهد ولس په خپلو مشرانو پوره اعتماد لري، چې هره پرېکړه به د اسلامي او ملي ګټو او ارزښتونو په معيار کوي.

اسلامي امارت پوره ۱۷ کاله د مغرورو اشغالګرو په وړاندې له اسلامي او ملي ارزښتونو څخه د دفاع په لار کې په کلکه مبارزه وکړه، او په دې لاره کې يې بې دريغه قربانۍ ورکړې او لا يې ورکوي، چې له برکته يې اشغالګر د ماتې په درشل ولاړ دي.

همدغه راز به ان شاء الله اسلامي امارت د خبرو اترو په ميدان کې هم د خپلو سپيڅلو اهدافو ، اسلامي او ملي ارزښتونو د تحقق په معيار پرېکړې کوي او د جګړې په څير به د ډيپلوماسۍ ميدان هم ګټي.

په همدې هيله!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د