د نن سرلیکنه

که امریکایانو دا تعقل ۱۸ کاله وړاندی کارولی وای …!

نن ټکی اسیا – سرلیکنه

د جمعې په ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازیو سره وکتل.
سره له دې چې له طالب استازیو سره د خلیلزاد کتنه د اکثریت نړیوالوارسنیو د سر خبر و ، مګر د هغه باوجود خپله د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه تر اوسه پوري نه دی تائید کړی .
په تیرو څلور میاشتو کې دا د امریکایانو او طالب استازیو ترمنځ دوهم علنی ملاقات دی چې د افغانستان د سولې په تړوا ترسره کیږي او په سیاسي حلقاتو کې یې یوه اندازه هیله مندۍ را پیدا کړې دي.
که څه هم چې تر اوسه پوري په دغو لیدنو کتنو کې د طرفینو ترمنځ د سولې په تړاو کومه مشخصه پریکړه او نتیجه نه ده تر لاسه شوې خو په مجموع کې دغه ډول لیدنې کتنې د راتلونکو هغو لپاره یو مناسب فرصت ګنل کیدای شي.
په سیاسي تعاملاتو کې اصلا مستحیلات وجود نه لري، او په هره قضیه کې چې جدیت او پیګري وي هغه حتما په مثبتو پایلو باندې پای ته رسیږي.
د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د افغانستان د سولې په تړاو یوې مثبتې نتیجې ته رسیدل هم له دغو ممکنه قضایاو څخه دي چې که د دواړو لورو لخوا جدیت او واقعیت وي حتما به دا لیدنې کتنې د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.
یوه ارزونه چې له دغو غونډو او مخامخ کتنو څخه تر لاسه کیدای شي هغه دا چې طالبانو ۱۸ کاله وړاندې هم امریکایانو ته د افغانستان په اړه د دغه ډول سوله ییز تفاهم سپارښتنه کړې وه ، که هماغه مهال امریکایانو دتعقل له مخې د طالبانو سپارښتنه په پام کې نیولې وای نه به د امریکا د پوځي یرغل په ترڅ کې افغانستان تباه کیده ، نه به خواوشا ۴۰۰۰ امریکايي او نور بهرني سرتیري دلته وژل کیدل او نه به د اوس په څیر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ فاصله او بي باوري منځته راتله.
خو دم ګړۍ هم د سولې په تړاو د امریکایانو دا تعقل غنیمت او فرصت دی، دواړه لوري باید له دغه مهیأ شوي فرصت څځه مطلوبه استفاده تر لاسه او د راتلونکو غونډو او لیدنو لپاره په مثمرو، قاطعو او ممکنه طرحو سر له اوسه غور وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx