زابل؛ پر میزانه ولسوالۍ برید کې امنیه قومندان وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): د زابل د میزانې ولسوالۍ پر ودانۍ برید کې د دې ولسوالۍ امنیه قومندان وژل شوی دی.

طالبانو په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې قومندان اسد د دوی د سرتېرو په مخامخ برید کې له منځه ولاړ.

خبرپاڼه لیکي، طالب سرتېرو تېره شپه یوولس بجې شاوخوا پر یاده ولسوالۍ برید وکړ او د قومندان په ګډون يې د هغه دوه ملګري ټپیان کړي دي.

«د الخندق عملیاتو په لړ کې بیګاه شپه ۱۱ بجې د اسلامي امارت مجاهدینو د زابل ولایت د میزاني ولسوالۍ پر مرکزي ودانۍ د لیزري وسلو په مټ برید ترسره کړ د برید په پایله کې د همدي ولسوالۍ لپاره مزدور امنیه قومندان اسد له یوبل ملګري سره ځای پرځای قتل او ۲نور ملګري یې سخت ژوبل شول.»

تر اوسه د زابل ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د