
فراه؛ طالبان وايي ۲۵ عسکر يې وژلي او ۱۲ يې ژوندي ګوتو ته ورغلي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): د فراه په پشترود ولسوالۍ کې طالب سرتېرو دوه قرارګاوې نیولې، چې ۲۵ تنه عسکر يې وژلي دي او ۱۲ نور يې ژوندي نیولي.
طالبان وايي د پشترود مرکز ته څېرمه يې تېره شپه په پنځه ساعته جګړه کې دوه قرارګاوې نیولې دي.
د طالبانو خبرپاڼه لیکي، د باغ او کلا په نوم دوه قرارګاوې د دوی د سرتېرو لاس ته ورغلې دي.
دوی پخپله رسمي پاڼه د نیول شویو سپکو او درنو وسلو د تصویرنو تر څنګ د نیول شويو عسکرو تصویرونه هم خپاره کړي دي.
د فراه چارواکو تر اوسه په د دې قرارګاوو د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.