جان باس؛ په کابل کې د امریکا سفیر

د امریکا سفیر د ځینو پېښو د عاملانو مجازات کې له طالبانو هیله کړې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): د امریکا سفیر جان باس تخار کې د یوې نوماندې پر کمپاین د چاودنې د عاملانو په مجازات کې له طالبانو هیله کړې.

هغه پخپله ټویټر پاڼه لیکلي: «که طالبان رښتیا هم سوله غواړي نو باید دا برید وغندي او عاملان يې مجازات کړي.»

د امریکا سفیر هم د طالبانو د پخوانیو څرګندونو پخلی کړی او ويلي يې دي، چې دوی ویلي و، ملکي اشخاص به هدف نه ګرځوي، خو ضمناً يې یادونه کړې چې ټاکنیز کمپاینونه هم ملکي دي.J-bos-twit

پرون په تخار کې د ولسي جرګې د نوماندې نظیفې بېګ پر ټاکنیزې غونډې چاودنه کې ۱۴ تنه ووژل او د ۵۰ شاوخوا نور ټپیان شول.

که څه هم طالبانو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو د جان باس ټویټ غیر مستقیم هیله ښکاره کړې چې طالبان يې په اړه غبرګون ولري.

د امریکا سفیر وروسته له هغه له طالبانو څخه د برید د عاملانو د مجازات هیله کوي چې وړمه ورځ د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازي رلمي خلیلزاد په قطر کې له طالب چارواکو سره خبرې اترې وکړې، چې د واړو لوریو يې پخلی وکړ او د دوام یادونه يې کړې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د