
ټاکنې؛ پکتیا کې له ۱۹۵ ټاکنیزو مرکزونو ۹۰ له ګواښ سره مخ دي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): پکتیا کې ولایتي شورا وايي د ټاکنیزو مرکزونو له ۱۹۵ څخه ۹۰ مرکزونه له ډول ډول ګواښونو سره مخ دي.
د پکتیا د ولایتي شورا رییس عبدالمالک مجاهد وايي، په دې مرکزونو کې نږدې څلوېښت له لوړ او شاوخوا پنځوس نور له منځني ګواښ سره مخ دي.
په پکتیا کې د ټاکنو کمیسیون چارواکي هم مني چې د ټاکنیزو مرکزونو پر وړاندې ګواښونه موجود دي.
د دې کمیسیون مشر امین الله فضلي رسنیو ته ویلي ځینې مرکزونه لوړ امنیتي ګواښ سره مخ دي.
د پکتیا امنیتي چارواکي وايي چې د ټاکنیزې پروسې د خوندیتوب لپاره يې څلور زره عسکر ګمارلي دي.
د امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال سمونوال دادالله هوتک ازادي راډيو ته ویلي، دوی به هڅه وکړي چې سولهییزه فضا رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ هم د دې ولایت په مرکز کې د یارباز حمیدي په نوم د یو تن نوماند پر دفتر برید کې دوه تنه ټپیان شول.