خوشي شوي کشیش ټرمپ ته د عقل دعا وکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): په ترکیه کې نیول شوی کشیش، چې پر سر يې د امریکا او ترکيې اړیکې خړې شوې پرون خوشي کړل شو.

د اندرو برونسن د نیول کېدو له امله امریکا په ترکیې بندیزونه ولګول او ترکيې هم ټينګار کاوه، چې دې کشیش ترهګریزو فعالیتونو کې ونډه درلوده.

برونسن له دوه کلن زندان وروسته پرون خوشي کړل شو او په سپینه ماڼۍ کې يې له ټرمپ سره هم ولیدل.

هغه د ټرمپ مخې ته په ګونډو شو او پخپله دعا کې يې ورته وویل، خدای دې «فوق العاده» عقل درکړي.

ټرمپ له کشیش سره له لیدنې وروسته خبریالانو ته وویل: «ترکیه هم په سم وضعیت کې نه وه، ډېرې ستونزې يې لرلې، زه د دې کار د امکاني کېدو له امله له ولسمشر اردوګانه مننه کوم.»

اندرو برونسن له نږدې دوو لسیزو راهیسې ترکیه کې اوسېده، چې وړم کال ترکیه کې د ناکامې کودتا کې شریکېدو او له کردي وسله‌والو سره د تړاو په جرم زنداني شو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د