د خليلزاد سفرونه او د سولې جدي بحثونه!

وحيدالله مصلح

زمونږ ملت د داسې يو جنګ قرباني دی چې خپل يې نه دی، د روانې مرحلې جنګ له بېرون څخه پر افغانانو تپل شوی، تاريخ به مسخه نه شي او د نړۍ راتلونکي نسلونه به هېڅکله د تاريخ پر پاڼو و نه لولي، چې کوم افغان د نيويارک پر آسمانڅکو ودانيو الوتکي جنګولې وې؛ خو دا به حتماً ولولي چې د دغو ودانيو د ړنګولو غچ له افغانانو اخېستل کېده.

د روان جنګ اصلي قرباني افغان ملت دی، خو دغه اوږد جنګ نور د امريکا لپاره هم دروندبار دی؛ نور هلته هم د امريکايي پوځيانو په نامه هديرې شته او نور د امريکا اقتصاد د دغسې اوږدې جګړې لپاره خپل حساب نه لري، د امريکا امنيت هم په دغسې اوږدې جګړې کې خوندي نه دی او کرار کرار په سيمه کې د لويو قدرتونو سياستونه هم په بل ډول فعالېږي.

خليلزاد؛ پرون او نن!

کله چې د بٌن کنفرانس جوړ شو، هغه زمونږ د هېواد د وروستيو بدبختيو لپاره يو حساب شوی او پلاني عمل ؤ. د بٌن په کنفرانس کې، چې د طالبانو پر لاس مات شوی د شمال اتحاد په کوم غالب او فاتح شکل مطرح شو او هلته چې طالب په کې له حسابه وغورځول شو، حزب اسلامي ته بلنه ورنه کول شوه او د قدرت وېش په کې سخت بې انډوله راغی نو د دې ټولې معاملې طرحه د خليلزاد له اوکی تېرېده.

وروسته چې کله خليلزاد په افغانستان کې د امريکا سفير او ځانګړی استازی شو، هغه په کې تر پايه د بٌن دغه وېش په خپل اصالت کې وساته او حمايه يې کړ. هغه د يو معتبر او مسلط سفير په توګه د کرزي د حکومت په لومړيو کلونو کې د سياستونو په ټاکلو او د ارګ په پرېکړو کې مطرح او دخيل شخص ؤ.

خليلزاد چې کله کتاب ليکلو، هلته يې د تېرو اولسو کلونو مطرح افغان شريکان په ابرو کې پرېنښودل او ټول يې وڅنډل، ښايي يو لامل به يې همدا وي چې د پخواني شمال اتحاد يو شمېر غړيو په کې د خليلزاد د اوسنۍ استازولۍ مخالفت وکړ. دا مخالفت په دې نوم مطرح شو چې ګنې نوموړی قومي او قبيلوي تمايلات لري. د دغه نقد مطرحوونکي شايد حافظه نه لري، د دوی به په ياد نه وي چې اولس کاله مخکې د بٌن په کنفرانس کې د واک او پانګې هغسې بې انډوله وېش د چا برکت ؤ؟ هغه چې دوی په کې همداسې مسلسل کپيټلېسټان روان دي او دوی په کې د واک ځېلۍ ده.

اصلاً بايد د خليلزاد ټاکنه له دې زاويې تحليل شي، چې نوموړی پر افغانستان د امريکا د بريد او جنګي پاليسۍ له مرکزي کرکټرونو او تطبيقوونکو ؤ، هغه د دې جنګ طالب، امريکا، منطقه او افغان حکومت ځکه ښه پېژني چې د دې ټولې کيسې په محراق کې پاتې شوی او هغه د افغانستان قومي او کلتوري جوړښتونه هم تر نورو امريکايانو ډېر ښه پېژني، نوموړی کولای شي له خپل دغه شناخته د سولې په قضيه کې مثبته اخېستنه وکړي.

دا جنګ چې چا پيل کړی همغوی ښه پوهېږي چې څرنګه يې پای ته ورسوي، که خليلزاد وغواړي نو د سولې لپاره ګودرونه پېژني؛ په دې زاويه کې دا ټاکنه پر ځای ټاکنه ده.

نقاد خليلزاد او پاکستان!

سره له دې چې خليلزاد په خپل کتاب کې د پاکستان د دوه ګوني سياست او په افغانستان کې له مداخلو خبرې کړي، خو پر هغه يو نقد همدا دی چې ولې يې د يو مطرح او فعال امريکايي ډيپلماټ په شکل همغه وخت د دې سياستونو په مخالفت کې نقش نه دی لوبولی؟

د محمد اشرف غني په ولسمشرېدو سره چې کله کرار کرار پاکستان د افغانستان په قضيه کې سياسي او ډيپلماټيک را ايسار کړای شو، په دغه مهال بيا خليلزاد دا توره وکړه، چې د پاکستان ضد سياستونو لابي يې د امريکا پر رسمي او نارسمي فورمونو ښه په سور کې وکړه.

خليلزاد تېرکال نيويارک ټايمز ته ليکنه کړې وه، نوموړي هلته له جمهور رئيس ټرمپ څخه غوښتي وو چې په افغانستان کې د ځواکونو له ډېرولو سره هم مهاله دې پر پاکستان ډيپلماټيک فشارونه ډېر او همغږي کړي، نوموړي همغه مهال له ټرمپه غوښتي وو چې يو ځانګړی استازی دې وټاکي، چې له افغان مشرانو سره له نزدې کار وکړي، نوموړي همدا راز له واشنګټنه غوښتي وو، چې د خپلو مرستو تر څنګ دې پر پاکستان د نړيوال بانک او IMF مرستو مخنيوی هم وکړي. په دې ډول نو پر پاکستان د امريکا د اوسنيو سياستونو د اعمال طرحه د خليلزاد طرحه ښکاري؛ په دې ډول چې امريکا د افغانستان لپاره خپل استازی وټاکه، پر پاکستان يې خپلې مرستې معلقې کړي او تر دې دمه يې پاکستان ته د لويو بانکونو د پور ورکولو مخه هم نيولې، همدا لامل دی چې پاکستانۍ روپۍ د ډالرو په مقابل کې په ډېره چټکۍ په غورځېدو ده.

تېر کال چې د زنبق څلور لارې خونړۍ پېښه رامنځته شوه او تر ۱۵۰ ډېر افغانان په کې له منځه ولاړل هملته خليلزاد دا وويل، چې که په پېښه کې د پاکستان لاس ثابت شي نو امريکا بايد پر دې جدي غور او بحث وکړي، چې پاکستان د ترهګرو په حمايه کوونکو هېوادونو کې شامل کړي، نوموړي دا هم وويل چې ډيپلماټيکو سياستونو په تېرو کلونو کې ځای نه دی نيولی او دا معقوله نه ده چې دغسې سياست ته نوره ادامه ورکول شي… د همدغسې موقفونو له امله ښايي پاکستان ته خليلزاد د امريکا د حکومت ځانګړي استازي په توګه ناراحتوونکی وي.

خو په دغه ټول تناظر کې د خليلزاد بوختيا او هڅې پاکستان ته د امريکا ښکاره پيغام لېږدوي؛ دا چې نور بايد پاکستان وټاکي چې د سولې په اړه رښتينی دی که نه؟ او دا بايد په سياسي نعره بازيو نه، بلکې په عمل کې ثابته کړي.

خليلزاد؛ د سولييزو هڅو مشورتي پيل!

خليلزاد خپل کار د افغانستان په شمول د سيمې مطرحو هېوادونو ته په سفر پيل کړ، نوموړی افغانستان ته راغی او دلته يې د ارګ او سپېدار په شمول له حکومته بهر له يو شمېر اشخاصو سره وکتل، خو داسې ښکاري يو شمېر هغه سياسي اشخاص چې له کتنو پاتې دي ماڼيجن دي، تېره ورځ چې زه د ملي يووالي په ستره مجمع يا ميسم کې برخوال وم، هلته سيد اسحق ګيلانی په خپله وينا کې ګيله وکړه چې خليلزاد ولې له يو شمېر مشرانو سره وکتل او نورو سره نه؟ نوموړي غوښتنه وکړه چې دا کتنې بايد له ټولو سره تر سره شي. په دې ډول نو خليلزاد بايد په خپل تازه مشن کې دغه نزاکتونه په پام کې ونيسي، نوموړی بايد د يو طرف په ښکېلولو او د نورو طرفونو په منزوي کولو کې تېرو ترخو تجربو ته لاړ نه شي.

خليلزاد په دغه سفر کې اسلام آباد، رياض او قطر ته ولاړ نوموړی به همداراز متحده عرب اماراتو ته هم لاړ شي. د افغانستان په قضيه کې د دخيلو هېوادونو سره دغسې مشاورتي مجلسونه له دوه پلوه مهم دي، لومړی دا چې دا د سولې په اړه پر سيمه ييزه اجماع تأکيد دی؛ هغه چې د سولې په اړه د افغان حکومت د سياست عمده برخه ده، له بله پلوه په خپله د امريکا لپاه دا ممکن نه ده چې په يو طرفه ډول د سولې پروسه مخ ته يوسي، هغوی په دې اړه د ګاونډيو او ‌ذيدخلو هېوادونو انګېرنې او ملاحظې حسابولی شي، په دې ډول د سولې لپاره قناعتونه رامنځته کېږي هغه چې بيا د سولې لپاره ور پرانېزي. د سولې دغه مشورتي لړۍ که د سيمې نورو مهمو مطرحو او دخيلو هېوادونو ته هم شامله شي نو د سولې پروسه به ډېره همه شموله شي.

د سولييزو هڅو جديت!

د خليلزاد له دې بوختياو دا په ډاګه کېږي چې امريکا د سولې عملي ميکانېزم شروع کړی، دا چې د پاکستان د سياستونو نقدوونکی له پاکستان سره د همدې سياستونو د سمولو خبرې کوي، دا چې د سولې په اړه د امريکا خارجه وزارت او امريکايي نظاميانو همغږي شته، دا چې خليلزاد د سولې په اړه له ذيدخلو هېوادونو مشورې اخلي، او تر ټولو مهمه دا چې په قطر کې عملاً امريکايي چارواکي له طالب استازو سره خبرې کوي؛ دا په دې معنا چې د سولې لپاره امريکا جديت خپل کړی، دا جديت که په همدې تسلسل کې مخ ته لاړ شي، ډېره هيله مندي شته چې د سولې خبرې اترې به شروع او نتايج به يې مخې ته راشي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د