fbpx

امرالله صالح: د طالبانو پر وړاندې د بیا درېدو غږ کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲تلې، ۱۳۹۷ل): د طالب مشرانو او امریکا تر منځ د مخامخ خبرو په تړاو د ملي امنیت پخواني رییس امرالله صالح پخپلو پلویانو غږ کړی چې باید د طالب پر وړاندې بیا ودرېږو.

پرون طالبانو ومنله چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې اړوند خبرې ورسره کړې دي.

امرالله صالح پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، که د امریکا او طالبانو دا مخامخ خبرې رښتیا وي؛ «نو بیا اوس د مقاومت د حوزې وار رارسېدلی چې د افغانستان د خلکو د کرامت دفاع کې د تروریستانو طالبانو پر وړاندې ودرېږي.»

هغه وېره ښکاره کړې چې «بې باورې مخ پر زیاتېدو ده.»Salih-twet.jpg

امرالله صالح پر هغو کسانو غږ کړی چې د امریکا د یرغل پر وخت ځمکني عسکر و او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم ورسره په جګړه بوخت و.

دا په داسې حال کې دی چې د سیاسي چارو څارونکي او شنونکي د ملي امنیت د پخواني رییس دا څرګندونې د سولې ضد هڅې بللې دي.

خواله رسنیو کې هم د صالح دې ټویټ غبرګونونه را پارولي او هغه ملامت کړل شوی چې د افغان ولس د ارمان پر وړاندې خنډ کېږي.

avatar
5 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

دغه شوم او ناولي ساکښ او ده غوندي نورو زموږ د هيواد او خلکو پر ضد درانه جرمونه او ملي خيانتونه کړي، د پردو غليمانو سره يې د افغانستان په اشغال کي مرستي کړي او زموږ ملي شتمنۍ يې لوټلي دي،دوی په هيواد کي د سولي او د هیواد د پرمختګ او د خلکو د سوکالۍ ضد خفاشان دي، نو څنګه چي د سولي د لمر په راختلو سره د دې شوپرکانو سترګي سوځي او خپله چاړه په اوبو کي ويني، ځکه نو معلومداره بايد د سولي د سبوتاژولو او په هيواد کي د دوی تر وسه د ناامنيو د… نور لوستل »

سوله اوربند
میلمه
سوله اوربند

مولوی صاحب سلامونه.او نیکی هیلی،اصلا سوله همدا خلک نه کوی،خو طالیبان یی پلمه کړی چه ګویا سوله نه کوی.که چیری طالیبان یو څو همداسی لیدنی کتنی تر سره کړی ،نو دوی به د سوله سبوتاژکولو لپاره به عملی ګامونه پورته کړی،ملت ولس به یی ووینی او دا پته به هم ورته و لګیږی چه سوله څوک نه غواړی،نو دوی به په خپل لاس ولس د ځان دښمن کړی،او ملت به هم توره توپک ورپسی واخلی یو ځل بیا به یی تر کولاب وزغلوی،اوس وخت لږ نور انتظار تر څو ډوی له مخه نور تور سالو اوچت شی.

داود محمدی ځاځی
میلمه
داود محمدی ځاځی

امرالله صالح د بهرتیو پيژندلشوی اجنت او جاسوس پاتې شوی او ټول پرې خبر دي. اوس سوال پيدا کیږی چې دی [یو جاسوسس، دنورو نوکر ] څنګه دافغانستان دوقار د خوندی کولو ټټر وهی. الله دې ورته هدایت او کنه نو پاک الله دې دده او دده په شان نورو نوکرانو ټغر ور ټول کړی. امین

جميل
میلمه
جميل

د أمريكا توله بگيل نوكران په ارگ كي ناست وه، مدارى كرزى پر ستيژ ولار و، و تولوته يي ورياده كره چي كه صبا بيا طالبان پشي(پخي) وتكوي، بيابه توله تر كولابه ، تَر ايرانه أو نورو زايو زغلي.
دا و دوي ته د يو غلام أو نوكر خبره وه .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

همت صاحب سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! زه ستاسی د نظر په تایید مګر ستاسی دا خبره چه کرزی دا قیمار بایلی سره توافق نه لرم او هغه دا چه: یو قیمارباز د قیمار د پاره خپلی روپی په خپله خوښه او خپلواکی کاروی که یی وګټله خوشال او که یی وبایلله خوابدی شی مګر د بیا او بیا ګټلو په هیله د قمیار لوبی ته تر هغی دوام ورکوی چه روپی ورسره خلاصی شی . سره د دی چه قمیار ناوړه کړنه ده مګر کونکی یی د کولو او نه کلو خپلواکی لری . کرزی ، امرالله… نور لوستل »

محمدخالد
میلمه
محمدخالد

بنام الله مهربان درقدم نخست سخن وپیام مردم ما به اقای ناصالح این میباشد که مردم ما دراین مدت نیم قرن میباشد که قربانی داده میروند ودیگر تحمل این قربانی هارا ندارند واین پیام شخصی خودرا به بازماندگان وغلامان حلقه بگوش خودابراز کن وسخن از مقاومت میزنید کدام مقاومت ……..؟همان مقاومت که از خورد تا به کلان تان درکولاب پناهده شده بودید وسخت دلتنگم به این ضمیر ووجدان شما ازایمان بخدا سخن درمیان نمیارم چرا که شما وهمفکران ماتریالیست وسیکولارشما سالها قبل راه خودرااز راه خدا جدا نموده اید وحرکتهای نارنجی شما به حرکتهای زرد تبدیل شد همه دال براین… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

جزاكم الله خير