ورزش

په افغان غوره لیګ کې تر ټولو غوره لوبډله، توپوهونکي او توپ اچونکي څوک دي؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان غوره لیګ (APL) سیالۍ چې د اکتوبر میاشتې په پنځه نېټه پېل شوي، د عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې د مینوالو پرمخ په ښکلې او سات تیرونکې بڼه ترسره کیږي.

که له یوې مخې په دغه سیالیو کې بهرني لوبغاړي ځلیږي خو ترڅنګ یې د افغانستان لوبغاړي هم په هره برخه کې له نورو کم نه دي، د حضرت الله ځاځي، درویش رسولي او رحمن الله ګربز چټکه توپوهنه، د قیس احمد او ظاهر خان تاوونکي توپونه د سید شیرزاد چټکه توپ اچونه او د کریم جنت آلراونډر کارکردګي د افغانستان راتلونکې ته نوې هیلې وربخښي.

د افغانستان غوره لیګ سیالۍ کې ټولې پنځه لوبډلې ګډون کوي، چې د څلورو مشري يې افغان لوبغاړي او د یوې لوبډلې مشري يې بهرنی لوبغاړی کوي، دغه لوبډلې (بلخ لیجنډز (محمد نبي)، پکتیا پینترز (محمد شهزاد)، کابل ځوانان (راشد خان)، کندهار نایټس (اصغر افغان) او ننګرهار لیپرډز (بین کټینګ)، دي.

غوره لوبډله:

تر دې دمه ټولو لوبډلو پنځه پنځه خو ننګرهار لوبډلې شپږ سیالۍ ترسره کړي دي، د بلخ لیجنډز لوبډله چې محمد نبي یې مشري کوي، د کریس ګېل، کولن مونرو، ګلبدین نائب، درویش رسولي، روي بوپارا، قیس احمد او ټین ډیسکاټې په څېر تکړه لوبغاړي لري، په خپلو پنځه سیالیو کې ۴ ګټلي او په ۸ پواینټونو سره د جدول په سر کې ځای لري.

په دویم نمبر د کابل ځوانانو لوبډله چې راشد خان یې مشري کوي، د حضرت الله ځاځي، لوک رونکي او لوري ایوانس په څېر تکړه توپوهونکي لري، په خپلو پنځه سیالیو کې ۳ کټلي او د ۶ پواینټونو او (0.086) رنز ریټ سره دویم مقام لري.

درېیمه لوبډله د پکتیا پینترز ده چې محمد شهزاد یې مشري کوي، له ۵ سیالیو څخه درې ګټلي، ۶ پواینټونه لري خو رنز ریټ یې له کابل ځوانانو کم دی، دوی (-0.313) رنز ریټ لري، په همدې ډول په درېیم نمبر ځای لري، په څلورم نمبر د ننګرهار لوبډله د بین کټینګ په مشرۍ چې له ۶ سیالیو څخه یې ۲ ګټلي ۴ پواینټونه، او د کندهار لوبډله د اصغر افغان په مشرۍ په ۵ سیالیو کې ۱ ګټلې او د ۲ پواینټونو سره د جدول په وروستي کې ځای لري.

غوره توپوهونکي:

په توپوهنه کې تر دې دمه یوازې د افغانستان لوبډلې ځوان چپ لاسی توپوهونکی حضرت الله ځاځي توانېدلی په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه او یوازینۍ لوبغاړی دی چې په یادو سیالیو کې يې سلیزه وهلې ده، خو تر ټولو زیاتې منډې د ننګرهار لیپرډز لوبډلې چپ لاسی نیوزېلنډی توپوهونکی انټن ډیوسیچ لري چې په ۹۴ زیاتو منډو سره یې په ۱۴۰ سټرایک ریټ او ۴۷.۸۰ اوسط سره ټولې ۲۳۹ منډې جوړې کړي.

په دویم نمبر د راشد خان لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی لوري ایوانس دی، چې په ۱۶۳ سټرایک ریټ سره یې ۲۱۸ منډې په ۱۰۹ زیات اوسط سره جوړې کړي، په درېیم نمبر حضرت الله ځاځی دی چې د ۱۲۴ زیاتو منډو او د ۱۸۸ چټک سټرایک ریټ سره په ۴۱.۸۰ اوسط یې ۲۰۹ منډې جوړې کړي دي.

غوره توپ اچونکي:

په توپ اچونکو کې د مجیب ځدراڼ، ګلبدین نائب، د استرالیاوي بین کټینګ او د سرېلنکایي اسرور اودانا ترمنځ په ویکټو ترلاسه کولو کې سخته سیالۍ دوام لري، کله اودانا، کله بین کټینګ، کله نائب خو کله مجیب له ټولو مخکې شي، دا مهال مجیب ځدراڼ د ننګرهار لوبدلې لخوا په ۱۱ ویکټو سره په لومړي، نائب د بلخ لیجنډز لوبډلې لخوا ۱۱ ویکټو سره په دویم، اودانا او بین کټینګ د پکتیا پینترز او ننګرهار لیپرډز لوبډلې لخوا په ۱۰-۱۰ ویکټو سره په درېیم نمبر دي.

یاده دې وي چې په افغانستان غوره لیګ کې تر دې دمه له (۲۰۰) څخه زیاتې شپږیزې وهل شوي، چې د پایلوبې په ګډون به ۹ نورې سیالۍ هم ترسره کیږي، په یاد لیګ کې به لومړۍ څلور لوبډلې نیمه پایلوبې ته او دوه به پایلوبې ته لار مومي چې د اکتوبر میاشتې په ۲۱مه نېټه به ترسره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x