افغانستان

کورنيو چارو وزارت: د ټاکنو امنيت له پاره ۵۰ زره سرتيري ګماري

نن ټکی اسیا(يکشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۷ ل): د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي چې سر له نن (يکشنبه) به په ټول هيواد کې د ټاکنو د مرکزونو د امنيت له پاره پنځوس زره امنيتي ځواکونه په دندو وګماري.

د کورنيو چارو وزارت وياند وايي چې د ټاکنو د امنيت له پاره به پنځوس زره امنيتي ځواکونه چې ۴۵ زره يې پوليس دي د څه له پاسه پنځه زره ټاکنيزو مرکزونو د امنيت له پاره وګمارل شي.

دغه امنيتي سرتيري به له نن څخه (۲۲ تله) تر ۲۶ مې نيټې پورې د ټاکنو په مرکزونو کې ځای په ځای شي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو يوه اوونۍ وړاندې په يوه اعلاميه کې په ولس غږ وکړ چې د ټاکنو له پروسې ځان لرې وساتي او ويلي يې وو چې دغه پروسه امريکايي ده چې د دوی د بريدونو هدف به وګرځي.

د يادونې وړ ده چې د ټاکنيزو سياليو له پيل نه تر اوسه پورې په ګڼو ټاکنيزو غونډو بريدونه او چاودنې شوي دي چې په لسګونو تنه په کې وژل شوي دي.

په ټاکنيزو هدفونو تر ټولو وروستی بريد تيره ورځ په تخار ولايت کې د ولسي جرګې د غړې نظيفه بيګ په ټاکنيزې غونډې وشو چې ۶۰ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x