
غزل/ حفیظ الدین پیرزاده
حفیظ الدین پیرزاده
د زړہ خبرہ خولې ته په راتلو کې شوہ خرابه
له ځینو نه بیا ھسې په جملو کې شوہ خرابه
غربي دیموکراسي خو دومرہ نه وہ شرمیدلې
بس څومرہ چې تر موږ را رسیدو کې شوہ خرابه
گناه زمونږہ خپله دہ خرکار مو محقق دی
څیړنه یې په خرو باندې په خرو کې شوہ خرابه
صاحب خو سم زمری دی چې خبرو ته راپاڅي
خو ټوله مامِله ترې جنازو کې شوہ خرابه
حضرت خو لکه مړی په تخته خدای شرمولو
کیسه ترې چینایانو جینکو کې شوہ خرابه
جانان ته مخامخ شو، د حفیظ خوار قسمت گورئ
د عرض مدعا ورنه سلگو کې شوہ خرابه
____
حفیظ الدین پیرزادہ
د اکتوبر ۱۲/ ۲۰۱۸ م
ستاکھولم سویدن