افغانستان

د ارګ د ویاند نوی مرستیال وټاکل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه،۲۲تلې ۱۳۹۷ل): د ارګ ماڼۍ اعلان وکړ چې صمیم عارف یې د ولسمشرغني د ویاند مرستیال ټاکلی.

هارون چخانسوري د غني لومړي ویاند پرخپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې صمیم عارف یې د جمهوري ریاست ماڼۍ لپاره د ویاند مرستیال ټاکلی.

صمیم عارف چې ویل کیږي ننګرهار پوهنتون کې یې ژورنالیزم لوستی، وروسته د امریکا انډیانا ایالت ته تللی په 2016 کال کې یې له هغه ځایه د ژورنالیزم په برخه کې ماستري ترلاسه کړي.

د ګډ حکومت پنځه کلنه موده په پای ته رسیدو ده، څو میاشتې وروسته به یې دوره پای ته رسیږي، خو تراوسه یې دا بست خالي او یا سرپرست ته سپارل کیده،

د ارګ ماڼۍ څه موده وړاندي د ډيوه صمد په نوم یوه درویشت کلنه انجلۍ هم د عامې روغتیا وزارت مرستیاله وټاکله چې ویل کیږي په 2017م کال کې یې له امریکا څخه د زدکړو اسناد ترلاسه کړي.

پر خواله رسنیو د ارګ دا ډول کړني اکثره وخت د خلکو له اعتراضونو سره مخ وي. دوی ادعا کوي چې ټاکني د وړتیا پر آساس نه بلکي د نورو ملحوظاتو پر بنسټ وي.

په داسی حال کې چې ارګ ماڼۍ دا تورونه بې آساسه ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x