fbpx

سپين بولدک: د افغاني او پاکستاني سرحدي عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا(يکشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۷ ل): د کندهار ولايت په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني سرحدي عسکرو ترمنځ د اغزن تار په غزولو جګړه رامنځته شوې ده چې لاهم دوام لري.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي چې جګړه نن شاوخوا يوه بجه هغه مهال پيل شوه چې پاکستانيو عسکرو غوښتل چې د سپين بولدک – شورابک ولسواليو ترمنځ د سرو څاهانو په سيمه کې اغزن سيم ولګوي چې د افغاني عسکرو له لوري پرې بريد وشو.

د سرحدي ځواکونو د دريمې لوا قومندان ډګروال امين الله وايي چې امنيتي ځواکونو د پاکستاني پوځیانو له خوا د اغزن سيم لګولو مخنيوی وکړ چې نښته رامنځته شوه چې لاهم دوام لري، خو تر دا دمه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

پاکستاني چارواکو په ورته وخت کې د سپين بولدک (چمن) لاره هم د تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

د يادونې وړ ده چې افغانستان له پاکستان سره څه باندې ۲۵۰۰ کيلو متره ګډه پوله لري چې وخت په وخت د دواړو هيوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ نښتې او جګړې رامنځته کيږي.

په داسې حال کې چې ټول افغانان په دې راضي نه دي چې د ډيورنډ کرښه دي د سرحد په توګه ومني خو پاکستان په دې وروستيو کې په دغه پوله اغزن سيم لګولی چې د افغانستان د دولت خاموشۍ د خلکو ترمنځ شکونه راپيدا کړي دي.

شنونکي وايي چې پاکستان په ډاډه زړه غواړي چې د ډيورنډ په کرښه اغزن سيم ولګوي ترڅو دغې کرښې ته قانوني بڼه ورکړي، خو په دې اړه د افغانستان حکومت نه غبرګون او خاموشي هغه څه دي چې خلک فکر کوي چې افغان چارواکو له پاکستان سره په پټه ددې کرښې د رسمي کېدو لاسليک کړی دی..

avatar
2 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

د حيرانى خبره ده، كابل، كندهار أو توله شارونه د بيگانو په لاس كي دى ، كه افغان وژني، كه يي بندي كوي أو كه نور زورول أو تكول كوي پروا نلري، دا بي غيرته پاكستان سره جنگ كوي، تر تولو بي همته راگير كي، هغه هم يو سو روپى په خوله كي ورواچوي أو خوله يي وربنده كي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

جمیل صاحب ! الله ج دی اجرونه درکړی ستاسی تبصری تل لولم او له لوستلو د مخه راته معلومی چه حق پکی نغښتی ، جهاد بلوسله د جد و جهد اخری وسیله ده اولی نه ده . په ژبه قلم ، مالی مرستی او داسی نوری ذریعی ټولی د جهاد برخه ده د خلکو د توانایی او عمر پوری هم اړه لری. دا مهمه نه ده چه ستاسی په ښکلو او له حقایقو ډکو تبصرو به څومره بدلون رامڼخته شی کرام الکاتبین ستا هڅی او وسی وینی، لیکی او راپور ورکوی الله ج تاسی په شان رشتونو مسلمانانو ته اجرونه… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

محترم بيانزى صاحب؛ اسلام عليكم ورحمةالله و بركاة. ستاسو بيانونه چي په خوند هم بيان شويوي په شوق لولم أو خوند تري اخلم. الله سبحن و تعالى دي اجرونه دركي. يو وخت رسول الله(ص) ته يو سحرايي راغى، ويل قيامت سه وخت دى؟ ده مبارك(ص) ورته وويل چي تياري دي نيولى ؟ هغه ورته وويل: چي نه تياري مي چنداني نده نيولي خو الله(ج) أو رسول (ص) يي دير راباندي گران دي. نبي مبارك(ص) ورته وويل: په قيامت به له هغو سره يي چي درباندي گران دي . پاك الله(ج) دي ستاسو أو زمونژ قيامت هم له هغو سره وكي… نور لوستل »