
نړۍ
رویټرز: امریکا له طالبانو سره د اشغال په پای ته رسولو خبرو ته چمتووالی ښودلی
نن ټکی اسیا(يکشنبه، ۲۲ تله، ۱۳۹۷ ل): رویټرز خبري اژانس د طالبانو د باوري سرچينو له خولې ليکلي، د امریکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد له دوی سره منلې چې د خپلو پوځيانو د ويستلو او اشغال په پای ته رسولو ورسره خبرو ته چمتو دي.
رویټرز وايي، چې دا پرمختګ وروسته تر هغه شوی، چې زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر له غړو سره مخامخ ناسته وکړه.
رویټرز د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد په حواله ليکلي، چې دواړو خواوو د «اشغال» په پای ته رسولو او د روان بحران په سوله ييز حل خبرې کړي دي. د طالبانو سرچينې دا هم ويلي، چې د امريکايي ډيپلوماټانو پلاوي د خپلو پوځيانو په وېستلو او روان اشغال په پای ته رسولو خبرو ته چمتووالی ښوولی دی.
رویټرز دا هم ليکلي، امريکايي پلاوي له طالبانو غوښتي، چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو پر مهال اوربند وکړي، په داسې حال کې، چې طالبانو تېره اونۍ د يوې اعلاميې په خپرولو له ټولو نوماندانو او عامو خلکو غوښتي، چې په ټاکنو کې له ګډونه انکار وکړي او ګواښ يې کړی، چې د ټاکنو اهدافو په نښه کولو کې به هڅه وکړي.
رویټرز د باوري سرچينو په حواله ليکلي، چې دواړو خواوو په دغه ناسته کې سخت شرطونه وړاندې کړي دي. د طالبانو د سياسي دفتر مشر شېر عباس ستانکزي ويلي، چې د دوی پلاوي د خلیلزاد په مشرۍ له امريکايي ډيپلوماټانو سره د روان بحران په پای ته رسولو مفصلې خبرې کړي دي.
رویټرز د طالبانو د يوې سرچينې په حواله ليکلي، چې امريکايي پلاوي له دوی غوښتي، چې له پارلماني ټاکنو وړاندې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې اوربند اعلان کړي.
خو طالبانو په خپره کړې اعلاميې کې ټينګار کړی، چې د روان بحران تر ټولو بنسټيز لامل د امريکايي او نورو بهرنيو پوځيانو شتون دی او بايد د بهرني اشغال په پای ته رسېدو په اسلامي اصولو ولاړ افغان شموله نظام لپاره هڅه وشي.