کریس ګېل او درویش رسولي د راشد خان پر لوبډلې د شپږیزو باران وکړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان په غوره لیګ سیالۍ کې بلخ لیجنډز لوبډلې د راشد خان لوبډلې پر وړاندې د شپږیزو باران وکړ او دوی ته یې په ۲۰ اورونو کې د ۲۴۵ منډو ستر هدف وټاکه.

په دغه سیالۍ کې لومړی کریس ګېل چې ۱۰ شپږیزې او ۲ څلوریزې یې ووهلې، په ۴۸ توپونو چټکې ۸۰ منډې جوړې کړې، ورسره نوي ملګري مونویرا هم په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه او د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته یې ۴۶ منډې جوړې کړې.

وروسته درویش رسولي چې لومړی یې سوکه پېل وکړ، خو وروسته په مسلم موسی او راشد خان شپږیزې ووهلې، او خپله د شل اوریزو نیمه سلیزه یې ووهله، نوموړي د ۵ شپږیزو او ۲ څلوریزو په مرسته په ۲۷ توپونو ۵۰ منډې جوړې کړې، تر څنګ یې محمد نبي هم د ۳ شپږیزو او ۳ څلوریزو په مرسته په ۱۵ توپونو ۳۷ منډې جوړې کړې.

د بلخ لیجنډز لوبډلې ټولې ۲۳ شپږیزې او ۱۲ څلوریزې ووهلې، د کابل ځوانانو لخوا فرید احمد ۲ ویکټې واخیستې خو په ۳ اورونو کې یې ۲۸ منډې ورکړې، راشد خان په ۴ اورونو کې ۴۰ منډې ورکړې یو لوبغاړی یې وسوځاوه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د