حضرت ځاځي د یوراج سینګ او کریس ګېل چټکې پنځوسیزې ریکارډ برابر کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۲ تلې، ۱۳۹۷ل): د افغانستان ملي لوبډلې ځوان تکړه لوبغاړي حضرت الله ځاځي په افغانستان غوره لیګ کې د شل اوریزو سیالیو تر ټولو چټکه نیمه سلیزه ووهله او د یوراج سینګ او کریس ګېل ریکارډ یې برابر کړ.

حضرت الله ځاځي د بلخ لیجنډز لوبډلې پر وړاندې سیالۍ کې په ۱۲ توپونو د ۶ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته نیمه سلیزه ووهله، نوموړی د یوراج سینګ او کریس ګېل ترڅنګ درېیم لوبغاړی شو چې د نړۍ تر ټولو چټکه نیمه سلیزه یې ووهله.

همدا ډول یې د یوراج سینګ هغه ریکارډ چې په یوه اور کې یې شپږ شپږیزې وهلې هم مات کړ، نوموړي د عبدالله مزاري په یوه اور کې شپږ اسمان څکې شپږې ووهلې، او له نوموړي څخه یې په یوه اور کې ۳۷ منډې واخیستې.

ځاځی چې د کابل ځوانانو لوبډلې لخوا د راشد خان تر مشرۍ لاندې لوبیږي د بلخ لیجنډز لوبډلې د ۲۴۵ منډو هدف په پوره کولو کې چټک پېل وکړ، نوموړي په ۱۷ توپونو د ۷ شپږیزو او ۴ څلوریزو په مرسته ۶۲ منډې جوړې کړې او وسوځېد.

له ده وړاندې یوراج سینګ لومړی لوبغاړی و چې د انګلستان پر وړاندې یې په شل اوریزو نړیوال جام کې په ۱۲ توپونو د نړۍ لومړۍ چټکه نیمه سلیزه ووهله، وروسته دغه ریکارډ د یونیورس باس کریس ګېل په بیګ بیش لیګ کې په ۱۲ توپونو د نیمه سلیزې په پوره کولو برابر کړ، خو اوس حضرت الله ځاځي له یادو لوبغاړو سره د نړۍ چټکې نیمه سلیزې په لیست کې هم ځان ثبت کړ.

د یادونې وړ ده چې حضرت الله ځاځي څو ورځې وړاندې په افغانستان غوره لیګ کې په ۱۷ توپونو چټکه نیمه سلیزه او په ۴۰ توپونو چټکه سلیزه وهلې وه، چې په همدې سره یې خپل تېر ریکارډ هم مات کړ.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Janet
میلمه
Janet

اتلان دی ژوندی وی