نړۍ

عراق: خونړیو چاودنو 65 کسان مړه او 150 ژوبل کړه

نن ټکی آسیا/ رسنۍkarbala

پرون ورځ په عراق کې یو وار بیا خونړي وه، په دوو فدايي بریدو کې چې د موټر په واسطه تر سره سوله 60 شیعه مذهبه عراقیان مړه او 150 نور ژوبل شوه.

د کربلاء د شوری مشر محمد الموسوي وویل چې دغه بریدونه د کربلاء ښار ته د ننوتلو پر لوی لارو وسوله، کله چې شیعه مذهبه کسان هلته د زیارت لپاره را ټول سوي وه، په یوه بله پيښه کې چې په دیالي ښار کې

د پولیسو پر یوه مرکز باندي د یو موټر بم په واسطه تر سره سوله هم د دوو پولیسو او یوې ژورنالیستي په شمول 5 کسان مړه او 42 نور سخت ژوبل کړه.

دې ته ورته پيښه یوه ورځ مخکي په تکریت ښار کې د پولیسو د روزني پر یوه مرکز باندي وسوله چې په پایله کې یې 50 کسان مړه او 150 ژوبل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x