fbpx

عمر مختار څوک وو؟(دریمه برخه)

عمر مختار په زندان کې

عمر مختار وروسته له نیول کیدو “بنغازي” ته یوړل شو، ده ته نه څوک ورتللی شوای او نه هم کومې رسنۍ ته اجازه وه چې له ده سره مرکه وکړي.
دی په یوه وړوکې قفس کې بندي کیږي او له سیاسي بندیانو لیرې ساتل کیږي. “ابراهیم سالم” د “کرارې برقې” نومي کتاب ژباړن د ده د بندیخانې په اړه وايي: د عمر مختار په قفس کې یوه دړه او پر لاندې برخه کې یې یوه زړه نالۍ پرته وه.

د عمر مختار محکمه
د ۱۹۳۱م کال د سپټمبر ۱۵مه د مازدیګر ۵ بجې عمر مختار هغې محکمې ته حاضر شو، چې ایټالیوي اشغالګرو د “برقې” ښار په پخواني پارلمان کې برابره کړي وه. اصل کې دا محکمه هسې د خلکو تیرايستل وو، ځکه ده باندې د اعدام حکم وار له مخې صادر شوی وو.
عمر مختار په محکمه کې دومره په مردانګۍ غږېده چې ایټالیوي ژباړن یې تر تاثیر لاندې ژړل، همدا وو چې د ده ژباړن یې یو بل یهودی وټاکه.
د محکمې تر پریکړې وروسته، یو ځوان ایټالیوي جنګیالي چې نوم یې “روبرتو لونتانو” وو، پر پریکړه اعتراض کوي، پریکړه ظالمانه بولي او وایي چې عمر مختار ډیر سپین ږیری دی، اعدام یې باید پر دایمي بند بدل شي.
محکمه د ځوان جنګیالي غوښتنه نه مني او د عمر مختار پر ملاتړ یې تورنوي. خو دی وایي چې عمر مختار له وطن او خاورې څخه پر دفاع تورن دی، او دا داسې حقیقت دی چې ټول پرې خبر دي. عمر مختار د دې خاورې بچی دی. طبیعي ده چې هر هغه څوک چې خاوره یې اشغال کړې، خپل دښمن وګڼي او تر خپل وسه یې پر وړاندې وجنګیږي.
خو د دې جنګیالي غوښتنې ګټه نه لرله، عمر مختار ته د اعدام پریکړه واورول شوه. خو عمر مختار یواځې پر دې جملې ( حکم یواځې د الله په واک کې دی) بسنه وکړه. إنَّالله وإنَّاإلیه راجعون.

د دار کړۍ پر لور
د ۱۹۳۱م کال، د سپټمبر ۱۶مه چهارشنبه سهار ۹ بجې وې چې ایټالویانو عمر مختار د “سلوق” سیمه چې د “بنغازي” سویل ته ده، پر دار وځړاوه.
ایټالویانو تاکید درلود چې عمر مختار باید په ازاده فضا او د خلکو تر مخ اعدام شي، له همدې امله یې د “بنغازي” او نورو سیمو مشهور کسان اړ کړل چې باید همدلته ګډون وکړي.”ګراسیاني” په “کراره برقه” کتاب کې وايي: دې غونډه کې تر ۲۰۰۰۰ پوري کسان موجود وو.
“عنیزي”، یو له هغو مجاهدینو وو چې له عمر مختار سره په یوه سنګر او محبس کې وو، د عمر مختار د اعدام په اړه وايي: ډارونکې صحنه وه کله چې عمر مختار د دار کړۍ پر لور په بې اندازه زړورتیا روان وو، د شهادت کلمه یې په منظمه توګه له ځان سره ویله.
د دې غیرتي سړي څېره د شهادت پر لور یون او د الله تعالی د خوښۍ ترلاسوه کولو له امله ځلېدله. کله چې دی د دار کړۍ میدان ته ورسیدی، پر سر یې طیارو دومره بیروبار او شورماشور جوړ کړ چې ده ته د خبرو کولو او خلکو ته رسولو مجال په لاس ور نشي. ځکه چې ده به ډیر کله خلکو ته وعظ کاوه.
عمر مختار په مېړانه او ارامي دار ته وخوت، جلاد د رسۍ پر مټ شهید کړ او پاک روح یې د الله پر لور وخوت.
هغه کسان چې د دار کړۍ ته نږدې وو، دوی وایي کله چې عمر مختار د دار کړي ته خوت، له ځان سره یې آذان کاوه. یو له دغو کسانو وایي: کله چې جلاد د دار رسۍ کش کړه، عمر مختار دغه آیت تلاوت کاوه: «یااَیَّتُهَاالنَّفسُ المُطمَئِنَّةُارجِعی اِلی رَبِّكَ راضِیَةًمَرضِیَّةً».
که څه هم د عمر مختار له شهادته ۸۰کلونه تیر شوي، خو د ده نوم اوس هم په لیبیا کې ژوندی دی.

عمر مختار د مسلمانو او عربانو په ادبیاتو کې
مسلمانان، خصوصا عربان او په ځانګړي توګه د لیبیا خلک عمر مختار په اتل شهید او داسې مشر چې نیک او پاکه عقیده یې لرله، ځان او مال یې د وطن او خاورې په دفاع کې قرباني کړل، پېژني.
(مونږ نه تسلیمیږو، یا بریالي کیږو یا مړه کیږو، دا خاتمه نده، باید کلونه کلونه او د راتلونکو نسلونو لپاره مبارزه وشي، خو زه؛ زما عمر زما تر اعدام کوونکو اوږد دی). دا د عمر مختار یو له مشهورو خبرو څخه ده. کله چې د لیبیا خلک د معمر القذافي د دیکتاتورۍ پر وړاندې ودریدل، همدا جملې يې تکرارولې. دا ښیي چې د عمر مختار تګلاره اوس هم ژوندۍ ده او دی تر اوسه لا په پوره احترام او درناوي یادیږي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غلام حضرت
میلمه
غلام حضرت

د ګران لیکونکی او ژباړوونکی څخه په ډېری مننی سره؛ تقریباً هر هیواد ( البته هغه هیوادونه چه لږ او ډېر تاریخی قدامت او طبیعی جوړښت لری، نه هغه هیوادونه چه پدې وروستیو اوویا اتیا کلونو کی رامنځته شویدی)ملی جنګی او ستائل شوی قهرمانان د خپل تواریخ په غېږه کی لری، هغه قهرمانان او مبارزین چه خپل وولس ته ئې ملی ویاړونه بخښلی دی او هغه قهرمانان چه خپله وینه او مینه ئې د خپل وولس سربلندی ته وقف کړې وه.دا ملی قهرمانان همدا نن ورځ هم د خپلو وولسونو په زړونو کی ځای لری او د ځانګړو مراسمو په… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

مونژ دير غشتلي أو نامي قهرمانان أو اتلان لرو خو باور نشو پر كولاى، په دي چي زمونژ زيني خلك تر خپلو پر نورو دير اعتماد لري، كه د سنگ په كوسه يا منطقه كي يو سه پيش شي دوى بي بي سي أو يا نورو شيطاني ميديا ته غوژ نيولى وي چي سه وشول ، او په دي نه پوهيژي چي هغوي و مونژته له هيرونه، زيرو او زيرونه، هيرو جوروي، چي دير مثالونه يي شته . كه مونژ يوازي خپل اوسنى أو نژدي ماضي وگورو دير أتلان أو قهرمانان به پكي پيدا كو. امريكا غوندي زوروره له نورو… نور لوستل »