عمر مختار څوک وو؟(دریمه برخه)

عمر مختار په زندان کې

عمر مختار وروسته له نیول کیدو “بنغازي” ته یوړل شو، ده ته نه څوک ورتللی شوای او نه هم کومې رسنۍ ته اجازه وه چې له ده سره مرکه وکړي.
دی په یوه وړوکې قفس کې بندي کیږي او له سیاسي بندیانو لیرې ساتل کیږي. “ابراهیم سالم” د “کرارې برقې” نومي کتاب ژباړن د ده د بندیخانې په اړه وايي: د عمر مختار په قفس کې یوه دړه او پر لاندې برخه کې یې یوه زړه نالۍ پرته وه.

د عمر مختار محکمه
د ۱۹۳۱م کال د سپټمبر ۱۵مه د مازدیګر ۵ بجې عمر مختار هغې محکمې ته حاضر شو، چې ایټالیوي اشغالګرو د “برقې” ښار په پخواني پارلمان کې برابره کړي وه. اصل کې دا محکمه هسې د خلکو تیرايستل وو، ځکه ده باندې د اعدام حکم وار له مخې صادر شوی وو.
عمر مختار په محکمه کې دومره په مردانګۍ غږېده چې ایټالیوي ژباړن یې تر تاثیر لاندې ژړل، همدا وو چې د ده ژباړن یې یو بل یهودی وټاکه.
د محکمې تر پریکړې وروسته، یو ځوان ایټالیوي جنګیالي چې نوم یې “روبرتو لونتانو” وو، پر پریکړه اعتراض کوي، پریکړه ظالمانه بولي او وایي چې عمر مختار ډیر سپین ږیری دی، اعدام یې باید پر دایمي بند بدل شي.
محکمه د ځوان جنګیالي غوښتنه نه مني او د عمر مختار پر ملاتړ یې تورنوي. خو دی وایي چې عمر مختار له وطن او خاورې څخه پر دفاع تورن دی، او دا داسې حقیقت دی چې ټول پرې خبر دي. عمر مختار د دې خاورې بچی دی. طبیعي ده چې هر هغه څوک چې خاوره یې اشغال کړې، خپل دښمن وګڼي او تر خپل وسه یې پر وړاندې وجنګیږي.
خو د دې جنګیالي غوښتنې ګټه نه لرله، عمر مختار ته د اعدام پریکړه واورول شوه. خو عمر مختار یواځې پر دې جملې ( حکم یواځې د الله په واک کې دی) بسنه وکړه. إنَّالله وإنَّاإلیه راجعون.

د دار کړۍ پر لور
د ۱۹۳۱م کال، د سپټمبر ۱۶مه چهارشنبه سهار ۹ بجې وې چې ایټالویانو عمر مختار د “سلوق” سیمه چې د “بنغازي” سویل ته ده، پر دار وځړاوه.
ایټالویانو تاکید درلود چې عمر مختار باید په ازاده فضا او د خلکو تر مخ اعدام شي، له همدې امله یې د “بنغازي” او نورو سیمو مشهور کسان اړ کړل چې باید همدلته ګډون وکړي.”ګراسیاني” په “کراره برقه” کتاب کې وايي: دې غونډه کې تر ۲۰۰۰۰ پوري کسان موجود وو.
“عنیزي”، یو له هغو مجاهدینو وو چې له عمر مختار سره په یوه سنګر او محبس کې وو، د عمر مختار د اعدام په اړه وايي: ډارونکې صحنه وه کله چې عمر مختار د دار کړۍ پر لور په بې اندازه زړورتیا روان وو، د شهادت کلمه یې په منظمه توګه له ځان سره ویله.
د دې غیرتي سړي څېره د شهادت پر لور یون او د الله تعالی د خوښۍ ترلاسوه کولو له امله ځلېدله. کله چې دی د دار کړۍ میدان ته ورسیدی، پر سر یې طیارو دومره بیروبار او شورماشور جوړ کړ چې ده ته د خبرو کولو او خلکو ته رسولو مجال په لاس ور نشي. ځکه چې ده به ډیر کله خلکو ته وعظ کاوه.
عمر مختار په مېړانه او ارامي دار ته وخوت، جلاد د رسۍ پر مټ شهید کړ او پاک روح یې د الله پر لور وخوت.
هغه کسان چې د دار کړۍ ته نږدې وو، دوی وایي کله چې عمر مختار د دار کړي ته خوت، له ځان سره یې آذان کاوه. یو له دغو کسانو وایي: کله چې جلاد د دار رسۍ کش کړه، عمر مختار دغه آیت تلاوت کاوه: «یااَیَّتُهَاالنَّفسُ المُطمَئِنَّةُارجِعی اِلی رَبِّكَ راضِیَةًمَرضِیَّةً».
که څه هم د عمر مختار له شهادته ۸۰کلونه تیر شوي، خو د ده نوم اوس هم په لیبیا کې ژوندی دی.

عمر مختار د مسلمانو او عربانو په ادبیاتو کې
مسلمانان، خصوصا عربان او په ځانګړي توګه د لیبیا خلک عمر مختار په اتل شهید او داسې مشر چې نیک او پاکه عقیده یې لرله، ځان او مال یې د وطن او خاورې په دفاع کې قرباني کړل، پېژني.
(مونږ نه تسلیمیږو، یا بریالي کیږو یا مړه کیږو، دا خاتمه نده، باید کلونه کلونه او د راتلونکو نسلونو لپاره مبارزه وشي، خو زه؛ زما عمر زما تر اعدام کوونکو اوږد دی). دا د عمر مختار یو له مشهورو خبرو څخه ده. کله چې د لیبیا خلک د معمر القذافي د دیکتاتورۍ پر وړاندې ودریدل، همدا جملې يې تکرارولې. دا ښیي چې د عمر مختار تګلاره اوس هم ژوندۍ ده او دی تر اوسه لا په پوره احترام او درناوي یادیږي.

تبصرې (2)

  • د ګران لیکونکی او ژباړوونکی څخه په ډېری مننی سره؛
    تقریباً هر هیواد ( البته هغه هیوادونه چه لږ او ډېر تاریخی قدامت او طبیعی جوړښت لری، نه هغه هیوادونه چه پدې وروستیو اوویا اتیا کلونو کی رامنځته شویدی)ملی جنګی او ستائل شوی قهرمانان د خپل تواریخ په غېږه کی لری، هغه قهرمانان او مبارزین چه خپل وولس ته ئې ملی ویاړونه بخښلی دی او هغه قهرمانان چه خپله وینه او مینه ئې د خپل وولس سربلندی ته وقف کړې وه.دا ملی قهرمانان همدا نن ورځ هم د خپلو وولسونو په زړونو کی ځای لری او د ځانګړو مراسمو په ترڅ کی ئې شانداره لمانځنه تر سره کیږی.
    خو:
    زموږ هیواد له ډېرو اړخونو یو استثنائي هیواد دی ، که څه هم زموږ خلګو د خپلی سیاسی یا طبیعی یا روحانی یا عقیدوی جغرافیا او حساس مؤقعیت په اقتضا پدې وروستیو درو پېړیو کی د ډېرو متجاوزینو او استعمار ګرانو هغې د ګوتو ور ډکه کړېده خو تر اوسه مو داسی ملی ستر رهبر ندی تر سترګو شوی چه پر ملی قهرمانی ئې د ټول وولس د نظر توافق وجود ولری البته دا به ددې معنی ونلری چه زموږ تاریخ ددې ډول ښکلو ملی شخصیتونو څخه منکر یا بې برخی دی بلکه کیسه داده چه موږ د ملی منسجمی او واحدی روحئې څخه بې برخی یو.زموږ ټول ستر قهرمانان په اصطلاح ګُمنام دی، زموږ عدم توافق فقط د هغو ملی قهرمانانو پر مدار څرخی کوم چه په رسمی فضاء کی مطرح دی او جالبه داده چه ټول ګُمنام قهرمانان موږ ټولو ته د درناوی وړ دی. داسی ښکاری چه موږ اصلاً د ښکاره[ نوم یا نومونو] سره ستونزه لرو.په هر حال، نړیوال حق لری چه زموږ د سرزمین کارنامو ته د حیرت ګوته په غاښ کی ونیسی، خپله موږ ته هم یوه حیرانوونکې صحنه ده چه د کوم ځانګړی سیاسی- ټولنیز- عسکری رهبر پرته مو پدې روانه یوه پېړۍ کی هغه څه تر سره کړیدی چه حتی یوه فلمی سناریو ئې هم نه شی تر سره کولای.
    وروستۍ خبره چي د پورته لیکنی سره شاید تړاؤ هم ونلری او زما ذهن او روح ئې همیشه را نا آرامه کړیده داده:
    د مغرب زمین ستر خیانت زموږ سره دادی چي موږ پخپلو پاکو وینو ( دوه میلونه قربانۍ) هغوی ( غربیان) د شوروی د ستر شرّ څخه وژغورل خو هغوی نه یوازی دا چه موږ ئې ونه نازولو بلکه نور ئې هم تحقیر او توهین او ذلیل کړو چه دا ستره جفا به ئې هیڅکله د تاریخی حافظې څخه پاکه نه شی.

    • مونژ دير غشتلي أو نامي قهرمانان أو اتلان لرو خو باور نشو پر كولاى، په دي چي زمونژ زيني خلك تر خپلو پر نورو دير اعتماد لري، كه د سنگ په كوسه يا منطقه كي يو سه پيش شي دوى بي بي سي أو يا نورو شيطاني ميديا ته غوژ نيولى وي چي سه وشول ، او په دي نه پوهيژي چي هغوي و مونژته له هيرونه، زيرو او زيرونه، هيرو جوروي، چي دير مثالونه يي شته .
      كه مونژ يوازي خپل اوسنى أو نژدي ماضي وگورو دير أتلان أو قهرمانان به پكي پيدا كو.
      امريكا غوندي زوروره له نورو ٤٨ زورورو سره زمونژ پر غريب أو توك توك شوي هيواد يرغل راور، تَر تولو پوه أو زورور قوماندانان يي راوليژل، هر دول مكرونه أو نيرنگونه يي پكار واچول، رنگارنگ ممنوعه سلاوي يي استعمال كري، ديري پيسي يي مصرف كري ، خو په مقابل كي يي يوازي يوه ساده، خو پر الله(ج) او وطن مين ملا محمد عمر مجاهد(رح) ودريدى، بي سلا أو بي پيسو ، نه يوازي دا چي توله كفار ورته يوي خواته وه ، تولو إسلامي هيوادو يي هم وركيدل غوشتل ، خو دالله(ج) رضا بله وه ، دى (رح) يوازي د پاك الله(ج) په توكل يي داسي و مخي ته ودريد چي نه يوازي داچي خپل ملك يي زني وژغورى، دير نور به هم دده بركة وژغورل شي إنشاءالله
      كوم جهاد چي د يي په دي نوي عصر كي تهداب كيخود، مونژ يي په تاريخ كي وروسته له اصحابو كرامو مثال نه وينو ، ده خداى بخشلي داسي مجاهد وروزل چي حتى غنيمت هم نه اخلي، په توله دنيا كي مسلمانان ، د كفارو د تسلط نه دومره ازاده سيمه نلري لكه دده مرحوم مجاهدين چي يي لري.
      دده نوم به تَر سو چي دا دنيا وي په مومنينوكي په خير أو دعا ياديژي .
      عمر مختار(رج) په إسلامي تاريخ كي يو نه هيريدونكى قهرمان دى چي نه يوازي ليبيايي أو افرقايي مسلمانان په نازيژي بلكه د تولي نري مومنان افتخار په كوي.