نړۍ

د تېلو بندول او د روسيې پوځي اډه د خاشقجي قضيه کې د سعودي ځوابي وسیله

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د سعودي شاهي ماڼۍ ته نږدې ليکوال ترکي  الدخيل ويلي، چې د جمال خاشقجي په قضيه کې د امريکا د ممکنه بنديزونو پر وړاندې سعودي عربستان پر ځوابي لارو چارو غور کوي، په دې اړه يې دېرش غوراوي په نظر کې نيولي او تر ټولو مهم يې پر امريکا د تېلو بندول او په سعودي کې د روسيې پوځي اډې ته ځای ورکول بلل شوي دي.

ترکي  الدخيل د العربيه ټلويزوني شبکې مشر دی او د وليعهد محمد بن سلمان له نږدې کسانو هم بلل کيږي، په خپله تازه مقاله کې ويلي، چې سعودي د امريکا د ممکنه بنديزونو په ځوابي غبرګون فکر کوي او ټينګار يې کړی، چې رياض به د خپل ځان پر ضد د سترو بنديزونو پر وړاندې غبرګون وښيي، خو شاهي ماڼۍ تر اوسه په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي.

ليکوال زياتوي: «موږ به له داسې اقتصادي ضربې سره مخ شو، چې ټوله نړۍ به ولړزوي، رياض د نړۍ د تېلو د صاداراتو ستر مرکز دی»

او زیاته کړې يې ده، چې شونې ده، چې سعودي د ورځني ۷.۵ ميليونه بېرله تېلو صادرات وځنډوي، چې اوسنۍ بيه يې ۸۰ ډالره ده او که دغه صادارات وځنډول شول، نو د يوه بېلر بيه به له سلو تر دوو سوو ډالرو پورته شي.

ترکي الدخيل وايي، که امريکا پر سعودي بنديزونه ولګوي، اسلامي هېوادونه به د ایران غېږې ته ولويږي او ورسره به د سعودي او امریکا او  نورو غربي هېوادونو تعاوني اړيکې هم ويجاړې شي او د ماضي برخه  به وګرځي.

ليکوال دا هم وايي، که امريکا پر سعودي بنديزونه ولګوي، سعودي به ځان اړ وبولي، چې په شمال لويديځ تبوک سيمه کې روسيې ته پوځي اډه ورکړي او دغه سيمه د سوريې، اسرائيلو، لبنان او عراق لپاره له پخوا مهمه بلل کيږي او ورسره به د فلسطين حماس جهادي ډلې سره هم شته دوښمني په دوستي بدله شي.

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وړمه ورځ ګواښ کړی و، که د خاشقجي په وژنه کې د سعودي لاس ثابت شي، دی به سخته سزا ورکړي.

ټرمپ د سي بي ايس د پوښتنې په ځواب کې وويل: «تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د خاشقجي د وژل کېدو امر کړی که نه، خو په دې اړه جدي څېړنې روانې دي، تر اوسه خو يې سعوديان ردوي، خو که روښانه شي، چې دا کار دوی کړی، نو به سخت غوسه شو او کېدای شي همدوی کړی وي»

ټرمپ ګواښ  کړی، که دا روښانه شي، چې خاشقي د سعودي قونسلګرۍ کې د سعودي چارواکو په امر وژل شوی، دا به  د سعودي لپاره خطرناکې پایلې ولري او کېدای شي بندیزونه هم پرې ولګول شي.

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوګان هم ويلي، سعودي بايد دا ثابته کړي، چې خاشقجي له قونسلګرۍ وتلی او دوی نه دی وژلی، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ترکيې د امنيتي سرچينو له خولې ليکلی، چې دوی داسې ويډيويي او غږیز ريکارډونه تر لاسه کړي، چې خاشقجي دې استنبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې وژل شوی وي، خو سعودي دغه تورونه رد کړي او  دوراغ يې بللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

داسې ښکاري لکه قاشقچي چې همدوی وژلی وي کنه د ځوابي تدابیرو څه اړه ده

غلام حضرت

جمال قاشقچی د عدنان قاچشقی زوی دی، پلار ئې د یو قارونی ثروت او دبدبې خاوند ؤ. دا کورنۍ د عثمانی وروستی خلیفه سلطان عبدالحمید سره نسَبی تړاؤ لری یعنی اصالتاً ترکان دی خو له همهغه وخته په سعودی کی اوسېدلی دی. اوردوګان په لومړی سر کی تود تود کېدی خو کله چه ورته پنځه میلیارډه ډالره حق السکوت ورکړه شو نو چوپتیا ئې غوره کړه. دا بل غټ انډیوال!! تر اوسه د خپل سکوت بیه نده ټاکلې، ممکن دده د سکوت بیه څلوېښت پنځوس کلداری وبخښۍ څلوېښت پنځوس میلیارډه ډالره تخمین شی. داسی ښکاری چه په سیمه کی به… نور لوستل »

غوربندي

غلام حضرت صاحب

غټ انډیوال نن خپل استازی ورلیګلی، شپه تود او جېب ډک به ترې راوګرځي.

خدای ج داسې وخت ډېر ژر راولي چې مونږ ته هم جایز باج راکړي،،، تاسو وا امین

جميل

يا الله(ج) حرمين شريفين ددي بي ننگو د لاسه وباسه أو اصيلو موءمنينوته يي وسپاره، پدي چي دوي خپل زان په نورو ساتي، سنگه كيداي شي چي دوي نور وساتي .

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x