نړۍ

ټرمپ د دفاع وزير جيمز مټيس د ګوښه کولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ داسې اشاره کړې، چې د دفاع وزير جيمز ميټس به له خپل دندې لرې کړي.

تېره ورځ ډونلډ ټرمپ له سي بي ايس ټلويزون سره په مرکه کې وويل، چې دی نه پوهيږي، جيمز مټیس به تر ډېره په خپلې دندې پاتې شي که نه، دا ښکاري، چې هغه به خپله دنده پرېږدي او که تاسې رښتيا ځان پوهول غواړئ، نو درته به ووايم، چې له ذهني پلوه هغه تر ډېره د ډيموکراټانو د ګوند غړی ښکاري او کېدای شي خپله دنده هم پرېږدي.

ټرمپ وويل، چې د سمندري ځواکونو متقاعد جنرال ښه انسان دی، دی ورسره ښې اړيکې  لري، خو د دندې پرېښودل عادي خبره ده، يوه ورځ به يې خامخا پرېږدي او په امريکا کې داسې پېښېږي، چې سړی دې په لنډ وخت کې خپله دنده بېرته خوشې کړي.

ټرمپ د خپلې ۲۱ مياشتنۍ واکمنۍ راهيسې تر اوسه لسګونه لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه کړي او ځنيو يې په خپله دندې پرېښي دي. تر دې وړاندې د بهرنيو چارو وزير د ملي امنيت دوو سلاکارانو، د سپينې ماڼۍ د دفتر رئيس، د اړيکو مدیر او لسګونو نورو لوړپوړو چارواکو خپلې دندې پرېښي يا هم ټرمپ ګوښه کړي دي.

تېره اونۍ په ملګرو ملتونو کې د امريکا استازې نيکي هيلي هم خپله استعفا اعلان کړه او د روان کال تر پایه به خپله دنده پرېږدي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې د دفاع وزير او ملي امنيت سلاکار ترمنځ په رسمي ناستو کې سخت اختلافات رامنځته کيږي، چې له امله يې د دفاع وزير دندې پرېښودو ته ځان اړ بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x