نړۍ

هند د ذاکر نايک د جايدادونو د ضبطولو پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا(دوشنبه، ۲۳ تله، ۱۳۹۷ ل): د هند حکومت د نړيوال پېژندل شوي ديني عالم او دعوتګر ډاکټر ذاکر نايک د جايدادونو او مالونو د ضبطولو امر کړی دی.

هندي رسنۍ وايي، چې يوې محکمې د ذاکر نايک څلور اپارتماني فليټونه او يوه دوکان د ضبطولو پرېکړه کړې  ده.

د هند حکومت پر ذاکر نايک تور لګولی، چې د هغه اداره په غیر قانوني کارونو کې بوخته ده او محکمې د تېر ۲۰۱۷ کال په جون مياشت کې ذاکر نايک د ترهګرۍ په پېښو کې مجرم بللی و.

د يادونې وړ ده، چې د ۲۰۱۶ کال په جولایي مياشت کې د بنګله ديش په پلازمېنې ډهاکا کې چاودنې ۲۲ کسان وژلي وو او حکومت ويلي، چې د چاودنې په تور نيول شوي کسان د ذاکر نايک له ويناوو اغېزمن شوي دي.

ذاکر نايک پر ده لګېدلي تورونه رد کړي او دا يې بې بنسټه بللي دي.

نوموړی اوس مهال له خپلې کورنۍ سره په ماليزيا کې اوسيږي او حکومت يې د ماليزيا تابعيت ورکړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x