افغانستان

ټاکنو خپلواک کميسيون: د نوماندانو لرې کېدل او ټاکنو ځنډېدل رد کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۲تلې، ۱۳۹۷ل): د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو له وروستي نوملړ څخه د نوماندانو لرې کېدل او د ټاکنو دځنډېدو راپورونه رد کړل.

د ټاکنو خپلواک کميسيون د ځينو رسنيو هغه ګنګوسې او راپورنه رد کړل چې ويل شوي وو د ټاکنو خپلواک کميسيون له ځينې ولايتونو څخه د ولسي جرګې ځينې نوماندان د نوماندۍ له ليسته لري کړي او هم يې د ټاکنو د ځنډېدو خبر ورکړی و.

ټاکنو خپلواک کميسيون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د ټاکنو د ترسره کېدو له پاره چمتوالی روان دی او ټاکنې به په خپله نېټه ترسره کيږي.

تيره ورځ د افغانستان ځينې ويب پاڼو او ټولنيزو رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شول چې کواګې د ټاکنو خپلواک کمیسيون له ننګرهار څخه ولسي جرګې ته ۶ تنه نوماندان د نوماندۍ له ليسته لرې کړي، خو د ننګرهار ولايت مقام هم دغه راپورونه رد کړل.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي وو چې په ننګرهار کې د نوماندانو له نوملړ څخه د ۶ تنو نوماندانو د لرې کېدو خبرونه بې بنسټه دي او هيڅ حقيقت نه لري.

خوږياڼی ويلي وو چې په ننګرهار کې د ټاکنو د خپلواک دفتر په فيسبوک کې کومه رسمي صفحه نه لري او نه هم ددې دفتر له لوري په دې اړه څه ويل شوي دي.

د يادونې وړ ده چې اوړمه ورځ د ننګرهار د ټاکنو خپلواک کميسيون په نامه د فيسبوک
يوې پاڼې خبر ورکړ چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون د پريکړې له مخې د ننګرهار ولايت ۶ تنه نوماندان د ټاکنو له ليسته لرې شوي وو.

په دغو نوماندانو کې د ګل مراد عرب، ډيوه نيازۍ، ابرار الله مراد، اميرجان دولت زی، محمد اصف شيرزاد، او حضرت علي نومونه ياد شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x