افغانستان

ارګ: هند په کندوز کې برېښنا بند جوړوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۳تلې، ۱۳۹۷ل): افغان حکومت وايي هند په کندوز کې د دویم خان اباد په نوم د برېښنا یو بند جوړوي.

له ارګه رسنیو ته په لېږلې اعلامیه کې راغلي، د دې بند تړون د انرژۍ سرپرست سرپرست محمد ګل خولمي او د لینکو انفراټیک شرکت د نماینده احمد فرزاد تر منځ لاسلیک شو.

سرچینه لیکلي دا بند په خان اباد کې جوړ شي او چې درې کالو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

پر دې بند ټول لګښت ۲۵ میلیونه ډالر راځي، چې ۱۰،۴میګا واټه برېښنا به تولید کړي او ۴۷ زره هکتاره ځمکه خړوبولی شي.

د خان اباد لومړی بند دوه میګا واټه برېشنا تولیدوي، خو د دویم بند په جوړېدلو سره به ۱۸ زره کورنیو ته برېښنا ورسېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x